اروپايي ټولنې د افغانستان له کرنې سره مرسته وکړه

Image caption چارواکي وايي لسو کلونو ته اړتيا ده چې ټولو کروندگرو ته سم تخمونه ور ورسيږي، ځکه چې ددغه هيواد کرنيز جوړښت جگړو او وچکاليو ډېر ځپلى دى.

افغان حکومت وايي چې ددغه هيواد د کرنيز جوړښت د عصري کولو په موخه يې يو بل گام هم پر مخ واخيست.

دا ځل د اروپايي ټولنې په مرسته د کرنې وزارت ته بېلابېل ماشينونه ورکړي دي چې شپږ ميليونه ډالر ه لگښت پرې راغلى دى.

د کرنې وزير وايي چې له دغو ماشينونو څخه به يې ډير د اصلاح شويو تخمونو د توليد لپاره وکارول شي.

کارپوهان وايي چې افغانستان په کال کې٣٠٠ زرو ټنو اصلاح شويو تخمونو ته اړتيا لري چې سږ کال يې ايله ٣٠ زره ټنه برابر شوي دي.

ددغو بيلابيلو کرنيزو ماشينونو شمير نژدې ٢٠٠ ته رسيږي،چې نن د افغانستان د کرنې وزارت ته وسپارل شول،چارواکي وايي چې تر ډيره به دغه ماشينونه د اصلاح شويو تخمونو د لاس ته راوړنې په برخه کې وکارول شي .

افغان چارواکي وايي چې ددغو ماشينونو لاس ته راوړل د کرنې د عصري کولو په برخه کې يو بل گام دى چې واخستل شو.

د افغانستان د کرنې وزير اصف رحيمي وويل چې دغه ماشينونه به خصوصي شرکتونو او حکومتي تصديو ته ورکړل شي، چې تر ډيره به د اصلاح شويو تخمونو د توليد په برخه کې وکارول شي:

''په دغو وسايلو کې يو څلويښت تخم پاکوونکي دي چې اصلاح شوي تخمونه پاکوي، ډيره ارزښتناکه ده چې کروندگرو ته پاک اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي،شپاړس په کې د ترکاريو د تخمونو د پاکولو ماشينونه دي، دوه څلويښت عادي تراکتورونه دي.

پنځه په کې د پلټونکي ترکتورونه دي، چې دا د افغانستان د کرنيزو پلټنو رياست ته سپارل کيږي، 61 تخم شيندونکي ماشينونه دي،هو شپږ ويشت په کې تريشرونه يا نې د غنمو پاکولو ماشينونه دي.''

د کرنې وزارت وايي چې ددغو ماشينونو د کارولو ډير تمرکز به د اصلاح شويو تخمونو په پاکولو او شيندلو وي.

دغه ماشينونه چې په ايټاليا او روسيه کې جوړ شوي دي، په اخستلو يې شپږ ميليونه ډالره لگښت راغلى چې اروپايي ټولنې برابر کړى دى.

ايتين فاوبيت د اروپايي ټولنې استازى وایي:

''د کرنې برخه له هغو عمده برخو څخه ده،چې اروپايي ټولنې ور سره مرسته کړې ده،موږ په دې برخه کې گڼې پروژې لرو،اروپايي ټولنې تر اوسه د افغانستان د کرنې په برخه کې تر دوو سوو ميلونو يورو ډيرې پيسې لگولي دي.''

افغانستان هڅه کوي چې خپله کرنه عصري کړي او کروندگرو ته اصلاح شوي تخمونه برابر کړي،خو لاهم دا چاره ډيره محدوده ده،د پکتيا ولايت يو بزگر وايي چې له خپلو عامو حاصلاتو نه تخم بيلوي.

د ننگرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد او د افغانستان د اصلاح شويو تخمونو د ټولنې مشر سيداجان عبدياني وايي چې افغانستان په کال کې تر دريو سوو زرو ټنو اصلاح شويو تخمونو ته اړتيا لري خو سږ کال يې ايله ٣٠ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه برابر کړاى شول.

ښاغلى عبدياني وويل چې دغه نژدې ٢٠٠ ماشينونه د افغانستان د کروندگرو ټولې ستونزې نه شي هوارولاى خو يو پرمختگ دى.

کارپوهان وايي چې اصلاح شوي تخمونه بايد هر کال له روغتيايي ليدلوري نه وکتل شي چې د ناروغيو مخه يې وينول شي.

همدا راز هر پنځه کاله وروسته بايد اصلاح شوي تخمونه نوي کړل شي چې په دې برخه کې لا د افغانستان د کرنې وزارت ته ډيره لاره په مخ کې پرته ده.

چارواکي وايي لسو کلونو ته اړتيا ده چې ټولو کروندگرو ته سم تخمونه ور ورسيږي، ځکه چې ددغه هيواد کرنيز جوړښت جگړو او وچکاليو ډېر ځپلى دى.