'د سولې ملي مشورتي جرګه وځنډول شوه'

د افغانستان د سولې ملي مشورتي جرګه وځنډول شوه.

د سولې د ملي مشورتي جرګې د کمېسيون وياند ګل اغا احمدي وردګ بي بي سي ته وويل دا چې ولسمشر حامد کرزی له امريکايي جګپوړو چارواکو سره ليده کاته لري، دغه جرګه له خپل ټاکل شوي وخته وځنډول شوه.

ټاکل شوې وه، چې د سولې ملي مشورتي جرګه د روانې ثور/غويي مياشتې پر ۱۲مه وشي.

خو د سولې د ملي مشورتي جرګې وياند وايي دا چې دغه جرګه مشورتي بڼه لري، ولسمشر بايد ترې وړاندې له امريکايي چارواکو او نړيوالې ټولنې سره سلامشورې وکړي.

ګل اغا احمدي د جرګې د ځنډېدو نور لاملونه ناامني او مالي ستونزې په ګوته کړې.

وړاندې د سولې د ملي مشورتي جرگې کميسيون ويلي وو چې په جرگه کې به د افغاني ټولنې بېلابېل پاړکي ونډه ولري او پرېکړې به يې هم عملي کېږي.

افغان حکومت د سولې ملي مشورتي جرگه په هيواد کې د امن راوستو او له وسله والو مخالفانو سره د خبرو د اترو د پيلولو په موخه جوړوي.

د سولې د ملي مشورتي جرګې د کمېسیون مشرفاروق وردګ ويلي وو چې په جرگه کې به د ١٣ کتګوريو شاوخوا ١٣ سوه تنه گډون ولري او د افغانستان د روانې ستونزې د حل په موخه به خبرې اترې وکړي.

ده زياته کړې وه، چې دغې جرګې ته ه د يو شمېر بهرنيو هېوادونو سفيران، دپلوماتان، ځينې حکومتي غړي او داسې نور به د جرګې په لومړۍ او وروستۍ ورځ د مېلمنو په توګه ګډون کوي.

خو د سولې د ملي مشورتي جرگې مشر ويلي وو چې د جرگې اجنډا له پخوا ټاکل شوې او د بهرنيو ځواکونو د وتو خبره به ځکه نه مطرح کېږي چې په وينا يې دا مهال په افغانستان کې د يادو شويو ځواکونو حضور ته ډېره اړتيا ده.

Image caption د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ویلي جرګه به د مۍ مياشتې له ۱۰ تر ۱۳ پورې واشنګټن ته ولسمشر کرزي تر سفر وروسته کېږي.

افغان حکومت د سولې د ملي مشورتي جرگې ترڅنگ له وړاندې له طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو لړۍ پيل کړې، چې په دې لړ کې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب له استازو سره مخامخ خبرې هم شاملېږي.

که څه هم د جرګې د جوړېدو دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو داسې رپوټونه دي، چې د جرګې د جوړېدو دقیقه نېټه به د راتلونکۍ مۍ مياشتې د دويمې او ۲۰ نېټو ترمنځ وي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ویلي جرګه به د مۍ مياشتې له ۱۰ تر ۱۳ پورې واشنګټن ته ولسمشر کرزي تر سفر وروسته کېږي.

ورته مطالب