د افغان ادارې نيمگړتياوې امريکايي او افغان چارواکو ومنلې

پوهنتون
Image caption د امريکا د سمندري ځواک په پوهنتون کې پر افغان ادارې خبرې وشوې

په دغه کنفرانس کې چې د امريکا په يوۀ پوځي پوهنتون کې ترشره شو ، امريکايي او افغان چارواکو تر يو ځايه په افغانستان کې د حکومتي ادارو په غښتلي کولو کې خپلي نيمګړتياوي ومنلې.

وويل شول چې د پوليسو روزل اوس هم يوه ننګونه ده.

امريکايي او افغان چارواکو دښاغلي کرزي د حکومت د اعتبار او پياوړتيا په زياتولو کې خنډونه يادکړل.

ويناکوونکو ددغه حکومت د بې کفايتي ديادولو په ترڅ کې وويل هغه سيمي چې له مخالفينو څخه نيول شوي دي په هغو سيمو کې لا هم دحکومت امنيتي ځواکونه د امينيت دساتني وس نه لري.

همدارنګه وويل شول چې دغه کار د بارک اوباما دنوي لښکرکښۍ چې غواړي په افغانستان کې دجنګياليو مقاومت مات کړي د پام وړ خنډ بلل کېږي .

نيمې څوکۍ

يوه افغان چارواکې جيلاني پوپل غونډي ته وويل چې په ډېرو ولسواليو کې تر سم نيمی زياتي حکومتي څوکۍ د نه امينيت دلاسه تشي ولاړي دي.

د ده په قول چې لوستي کسان ټول هغو خصوصي او شخصي کارونوته لاس ور اچوي چې پيسې پکې پيداکولای شي.

جيلاني پوپل د امريکا نظاميانو ته په خبرو کې اندېښنه وښوده چې افغانستان دبشري ځواک د بېړنۍ اړتيا سره لاس او ګرېوان دی.

ويې ويل چې پروسږکال د پينځه اويا سرکاري څوکېو څخه يوازي پينځه څوکۍ په يوه ولسوالۍ کې ډکې شوي وې.

همدارنګه شپږ ولايتونه د ده په قول د واليانو سرکاري ودانۍ نه لري.

ډګرمن جان نيکولسن چې د امريکا د دفاع په وزارت کې د افغانستان او پاکستان د انسجام د څانګي مشر دی څرګنده کړه لکه څنګه چې دسې شنبې په ورځ يې دکندهار دوالي مرستيال وويشت جنګيالي پر سيمه ييزو چارواکو پرله پسې بريدونه کوي.

د حکومت ستونزه

ده خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې امريکايي لښکرو ته سختي ورځي ګوري پرمخ يې زياته کړه چې حکومت دغلا او بډو څخه پاکول بله لويه ستونزه ده.

د نا روزلو پوليسو د وړتيا ديادولو په ترڅ کې ډګرمن نيکولسن وويل چې جنګي ملګري هڅه کوي چې د حکومت پوليسو ته دونه وړتيا برابره کړي چې دجنګياليو څخه نيول شوي سيمي بيرته په وساتي.

ده ادعا وکړه چې دحکومت په يو لکوشل زره پوليسو کې يوازي په سلو کې دېرش يې روزلي پوليس دي چې دې کار ته درسېدو دپاره د ده په قول موږ ته دکلونو اوږده لار ګوري.

متقاعد ډګروال جيف هينز چې په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې په افغانستان کې جنګېدلی او اوس دنظامي چارو په برخه کې په څېړنه بوخت دی ږغ وکړ چې افغان پوځ ته دي نور واک ورکړل شي.

ده تور ولګاوه چې په افغانستان کې واسطه او سپارښتنه دومره زياته ده چې په مجازاتو او مکافاتو کې د ده په قول انصاف نشي کېدای.

ډګروال جيف هينز غوښتنه وکړه چې غله افسران دي په پوځ کې دخپلو څوکېو څخه ايسته کړل شي.

د امريکا د دفاع په وزارت کې د افغانستان دسوېل په سيمه کې دملکې چارو ځانګړي استازي فرانک روګيرو وويل چې امريکا هلي ځلي کوي چې د افغانانو او دکرزي دحکومت تر منځ تماس نيژدې کړي.

مرجه

ښاغلي فرانک وويل چې که څه هم د مرجې ترسوبي وروسته موږ دحکومت مشروعيت دغځولو دپاره مرجې ته په صندوق کې حکومت ور ووړ خو هلته مو د ده په خبره د ازادۍ چاپېريال جوړنه کړای شو. ځکه چې دمرجې ټولې لارې اوس هم بې امنه دي.

د مرجې د جګړې څخه په کندهار کې دکېدونکو عملياتو دپاره څه زده کېدای شي د دې پوښتني په ځواب کې ښاغلي روګيرو څرګنده کړه چې دجنګياليو څخه د سيمي تر نيولو مخکې دې ټولو کارونو ته پام وشي چې دسيمې تر نيولو سمدستي وروسته روزلي، ګومارلي او چمتو کسان چوپړ ته برابر وي.

وينا کوونکو د ناوړه او فاسد حکومت پړه پر هغو ټولو غربي حکومتونو هم واچوله چې د افغانستان په جګړه کې د امريکا جنګي ملګري دي وويل شول چې د افغانستان په اته کلنه جګړه کې دښه حکومتوالۍ دپاره يوه خاشه پر بله نه ده ايښوول شوې.

ګرانټ کېپن چې په کابل کې يې د ټاکنو دشکاياتو دکميسېون په دفتر کې کار کړی و، په غونډه کې وويل چې په افغانستان کې د رايه ورکوونکو د پوهاوي لپاره دې هم کار وشي ځکه د ده په قول چې د دې کار دپاره هم ډېره اړتيا ده.

ورته مطالب