معنوي : په کميسيون کې اصلاحات راولم

کميسيون
Image caption د کميسيون نوى مشر وايي اصلاحات راولي

د ټاکنو کمیسیون نوي مشر وروسته له هغه چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې د لوړې مراسم ترسره شول رسما خپله دنده پیل کړه.

فضل احمد معنوي چې وړاندې تر دې د ټاکنو کمیسیون غړی و وايي، که څه هم پارلماني ټاکنو ته ډېر وخت نه دی پاتې، خو په وینایې غواړي تر هغه وخته په کمیسیون کې اړین بدلونونه راولي

"موږ په دې اړه یو لړ اصلاحاتو ته اړتیا لرو. دې ته په کتو چې ټاکنو ته لږ وخت پاتې دی ښايي ددې اصلاحاتو راوستل ستونزمن وي، خو موږ اړیو چې دغه کار وکړو. د ټاکنو د روڼوالي لپاره مهمه ده د پخوانیو کارونو ترڅنګ داسې طرحې وکاروو چې دغه پروسه نوره هم رڼه کړي. په دې اړه د هرې کورنۍ او بهرنۍ مرجعې مشورې او وړاندیزونه منو."

ښاغلي معنوي د ښو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره امنیت اړین وباله او له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې په دې اړه مهم ګامونه پورته کړي. نوموړي وویل، په هغو سیمو کې به ټاکنې وکړي چې د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو او کورنیو او بهرنیو څارونکو ژوند په کې خوندي وي.

ددې ترڅنګ هغه له ټاکنو کمیسیون سره د بهرنیانو مرسته اړینه وبلله خو ټین‍ګار یې وکړ چې هیچا ته به د کمیسیون په کارونو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي .

"تر هغه ځایه چې زموږ د هیواد قانون اجازه راکوي د ټاکنو په اړه ملی او نړیوالو همکارانو ته اړتیا لرو او هغوی ته به ونډه ورکړو، خو هېڅ کله ددې اجازه نه ورکوو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وشي. موږ پرځان د هېڅ داسې کوم کار تپل نه منو چې له ملی او نړیوالو تړونونو سره په ټکر کې وي."

فشار

د ټاکنو کمیسیون پخواني مشر چې څو ورځې وړاندې یې د یو لړ کورنیو او بهرنیو فشارونو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه وویل چې په کمیسیون کې د ادعا شویو ستونزو او شکایتونو په اړه باید جدي پلټنې وشي.

هغه وویل، یوه ورځ باید په ډاګه شي چې دغه ستونزې د کمیسیون په مشرتابه کې وې، که له داسې لوریو چې په وینا یې نه یې دوی زور درلود او نه هغو چې له دوی سره همکار وو.

په ټاکنو کمیسیون کې اصلاحات د ولسمشر کرزي د سیاسي مخالفانو او ډيری بهرنیو هیوادونو مهمه غوښتنه وه چې ځینو یې د دغه کمیسیون په مشرتابه کې بدلون یوه ښه پیلامه بللې، خو هغه څه چې د افغان ټاکنو په اړه يې لاهم اندېښنې پر خپل ځای ساتلي په دغه هیواد کې روانه نا امني او په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ده چې د ډېرو په وینا ښایي بیا هم ډېره ټیټه وي.

ورته مطالب