د غزني اوسيدونکي : ځينې چارواکي طالبانو ته پيسې ورکوي

طالبان
Image caption د غزني خلک ادعا کوي چې وسله وال طالبان له چارواکو باج اخلي

د افغانستان د غزني ولايت د ځينو نا امنو ولسواليو اوسيدونکو ادعا کړې ده چې د دوى په سيمو کې ځينې چارواکي له ډاره له وسله والو طالبانو سره اړيکي ساتي او هغوى ته باج ورکوي .

که څه هم چارواکي دا خبره بې بنسټه بولي خو د غزني والي مني چې په ځينو ولسواليو کې قضايي او عدلي نظام فعاله نه دى .

د غزني په ښار کې د خپلې عدلي قضيې د هواري لپاره ولاړ حاجي پير محمد وايي چې د دۀ ولسوالۍ ته نه څارنوال او نه هم د عدلي او قضايي نظام کوم بل چارواکى په تير يوۀ کال کې ورغلي دي .

دغه کس او ځينې نور دعوه لري چې افغان چارواکي حتى د جنايي او قضايي پېښو جزييات وسله والو طالبانو ته ورکوي .

حاجي پير محمد بي بي سي ته وويل چې وسله والو طالبان دى ونيوه او ورته ويې ويل چې په دوسيه کې يې د دوى پر ضد خبرې کړي دي .

دى وايي چې کله يې انکار وکړ نو طالبانو ورته هغه دوسيه مخې ته کېښوده چې اصولآ له افغان چارواکو سره بايد واى .

د غزني ولايت والي محمد عثمان عثماني وايي دۀ ته لا چا دا شکايت نه دى کړى چې گواکې د دغه ولايت د قضايي او عدلي څانگو چارواکي دې له طالبانو سره لاس ولري .

خو ښاغلي عثماني ژمنه وکړه چې که چيرې دا خبره سمه وي نو دوى به په دې برخه کې لاس په کار شي .

د غزني والي دا ومنله چې په ځينو ولسواليو کې د دولت ډيرې ادارې فعاليت نه لري .

خو د غزني د ولايتي شورا غړى حميد الله دانش وايي په نا امنو ولسواليو کې افغان چارواکي د خپل ځان د ساتنې لپاره اړ دي چې وسله والو طالبانو سره ښې اړيکي وساتي او حتى هغوى ته باج ورکړي.

ښاغلى دانش پړه پر امنيتي ادارو اچوي او وايي د هغوى ضعف د دې سبب شوى چې چارواکي د ځان ساتنې لپاره نور گامونه واخلي .

د غزني په ولايت کې اتلس ولسوالۍ دي چې په نيمايي کې يې د امنيت وضعيت ډير ښه نه دى .