د فساد په وړاندې له مدني ټولنو د افغان حکومت د مرستې هيله

فساد
Image caption په افغانستان کې له فساد سره دمبارزې خبرې د حامد کرزي له بيا ولسمشر کيدا را وروسته تر بل هر وخت زور موندلى دى چې په دې کې يولړ فشارونه له بهر نه دي.

افغان حکومت وايي که مدني ټولنې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې بشپړه همکاري وکړي ښايي دغه مبارزه تر ډېره بريده اغيزناکه سابته شي.

چارواکي وايي مدني ټولنې په دغه برخه کې حکومت ته د مهمو سلا مشورو د ورکولو ترڅنگ ځانگړي وړانديزونه کولى شي،خو يو شمېر مدني ټولنې ادعالري چې حکومت د دوى وړانديزونه ته غوږ نه نيسي.

په افغانستان کې له فساد سره دمبارزې خبرې د حامد کرزي له بيا ولسمشر کيدا را وروسته تر بل هر وخت زور موندلى دى چې په دې کې يولړ فشارونه له بهر نه دي.

حکومت دا وارې د نورو هڅو ترڅنگ د دغې ستونزې د راقابو کولو په برخه کې له مدني ټولنو د مرستې اوهمکارۍ هېله ښوولې ده.

د ولسمشر يوه وياند سيامک هروي بي بي سي ته وويل که مدني ټولنې په خلاص مټ له حکومت سره مرسته وکړي ښايي د فساد په وړاندې مبارزه لاچټکه شي''په ټوله کې دا د افغانانو،مدني ټولنو،سياسي ډلو او نورو وظيفه ده چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د خپلې اندازې سره سمه ونډه واخلي.دا ښکاره خبره ده چې که مدني ټولنې په دغه برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي د فساد په وړاندې مبارزه به لا چټکه شي''.

د ډېرو په گمان مدني ټولنې له فساد سره د مبارزې په برخه کې حکومت ته مهمې سلامشورې ورکولى شي.

د دغو ټولنو يوه استازى بريالى ضيا د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د مدني ټولنو يو شمېر نور مهم مسووليتونه را په گوته کوي'' مدني ټولنې کولى شي چې په کار پوه او وړ کسان د وزارتونو او داسې نورو څوکيو لپاره حکومت ته ور وپېژني.دغه راز دا هم د مدني ټولنو کار دى چې په دغه برخه کې ځانگړې لارښوونې او مشورې حکومت ته ورکړي.''

د ښاغلي ضيا په خبره مدني ټولنې دا هم کولى شي چې د هېواد په بيلا بيلو برخو کې خلکو ته د فساد ضد ځانگړي ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ کړي.

د ولسمشر وياند سيامک هروي وايي دوى په دغه برخه کې د مدني ټولنو هر ډول ډول وړانديزونه او سلا مشورو ته غوږ نيسي.

خود ستراتيژيکو مطالعاتو د نړيوال مرکز مشر صديق الله ساحل وايي حکومت ته يې په دې اړه په وار وار پيشنهادونه کړي خو په خبره يې هېڅ ځاى هم نه دى نيولى.

'' موږ حکومت ته لا مخکې دا مشوره ورکړې چې بايد په کارپوه کسان په دندو وگماري،ضوابطو ته پر روابطو ترجيح ورکړي اود بښنې دود له منځه يوسي .دا مو هم ورته ويلي چې بايد قانون پر ټولو يو ډول عملي شي چې د فساد او حکومتي ادارو ته د مفسدينو د ورتلومخنىوى وشي.''

مدني ټولني چې د حکومت او ولس ترمنځ د پله په توگه پېژندل کېږي، تر ډېره په ټولنيز،سياسي،اقتصادي او بشري برخو کې فعاليت کوي.

اوسمهال په افغانستان کې لسگونه مدني ټولنې شته چې تر پنځوسو ډېر يې په کابل کې دي،خو يو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې په خپله مدني ټولنې هم په اداري فساد کې ښکيلي دي داسې چې د دوى په خبره له بسپنه ورکوونکو ترلاسه شوې پيسې په سم ډول نه لگوي.

د امنيت او اقتصادي ستونزو ترڅنگ اداري فساد بله هغه ستونزه بلل کېږي چې په نړيواله کچه يې د افغان حکومت نوم بد کړى دى.

د يو شمېر کارپوهانو په باور تر هغه چې په حکومتي ادارو کې ضوابطو ته پر روابطو ترجيح ورنکړل شي او قانون پر ټولو يو ډول عملي نشي ستونزمنه به وي چې دغه ستونزه له منځه ولاړه شي .

ورته مطالب