'۲۰ ميليون افغانان د ملاريا تر خطر لاندې سيمو کې ژوند کوي'

د ملاريا ماشه
Image caption ملاريا هغه ناروغي ده چې د يوې ماشې په مټ له يوه انسانه بل ته لېږدي او هر کال په نړۍ کې شاوخوا پنځه سوه ميلونه انسانان په ناروغۍ اخته کوي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي شاوخوا شل ميليونه افغانان په داسې سيمو کې ژوند کوي چې د ملاريا تر خطر لاندې دي.

د رسمي شمېرو له مخې دغه ناروغي د افغانستان په ١٤ ولايتونو کې ډېره خپره ده او همدا اوس نژدې ٤٠٠ زره تنه پې اخته دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چې د ملاريا د نړيوالې ورځې په درشل کې يې دغه مالومات خپاره کړي ويلي، هڅه کوي ددې ناروغۍ په وړاندې مبارزه پياوړې او د ناروغانو کچه يې راټيټه کړي.

د بېلابېلو روغتيايي ستونزو ترڅنگ ملاريا يوه له هغو ناروغيو ده چې په افغانستان کې ډېر خلک ورباندې اخته دي او هرکال لسگونه کسان وژني. که څه هم ددې ناروغۍ اصلي سيمې د افريقا او داسې نورو وچو مرطوبې او گرمې سيمې بلل کېږي .

خو د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې هم چې د تودوخې درجه يې لوړه ده زرگونه خلک په دې ناروغۍ اخته دي.

د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو له مخې تېر کال شاوخوا ٤٦٠ زره افغانان په ملاريا اخته وو، چې په وينا يې اوس دغه شمېره نژدې ٣٩٠ زرو تنو ټيټه شوې ده.

د نوموړي وزارت سرپرستې ثريا دليل چې د ملاريا د نړيوالې ورځې په مناسبت ىې په کابل کې خبرې کولې وويل، شاوخوا ٢٠ ميليونه افغانان په داسې سيمو کې ژوند کوي چې د ملاريا له گواښ سره مخامخ دي.

هغې زياته کړه هڅه کوي تر ٢٠١٣ کاله د ملاريا له خطر سره د مخامخ سىمو ٨٥ په سلو کې برخه د پشه خانو او يو شمېر درملو د وېشلو له لارې له دې خطره وژغوري:

"په ١٣٨٩ او ١٣٩٠ کلونو کې به د افغانستان د عامې روغتيا وزارت تر ډېره دې ته پام وکړي چې د ملاريا مخه د پشه خانو په وېشلو ونيسي. پر دغو پشه خانو درمل وهل شوي او د سږکال په لړ کې به يو ميليون هغه په وړيا توگه کور په کور ووېشل شي."

په افغانستان کې څوارلس ولايتونه د ملاريا له گواښ سره مخامخ بلل شوي چې په هغو کې هلمند، کندهار، خوست، لغمان، ننگرهار، کنړ، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، بلخ، فارياب، بادغيس او هرات ولايتونه راځي.

داچې عامې روغتيا وزارت په دغو سيمو کې د ملاريا د تشخىص او درملنې لپاره څه کارونه کړي، چارواکي يې په ځانگړې توگه يادونه نه کوي، خو د ختيځ ولايت کنړ يو شمېر اوسېدونکو بي بي سي ته وويل چې هرکال يې لسگونه کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو د درملنې مرکزونه يې نشته.

ملاريا ىوه مکروبي ناروغي ده او د يو ډول غوماشې په واسطه انتقالېږي. روغتيايي کارپوهان وايي، که په انسان کې د دې ناروغۍ د نښو نښانو په راڅرگندېدو د هغې درملنه او مخنىوي وشي، ډېرې ستونزې نه جوړوي، خو که په اړه يې له بې پروايي کار واخيستل شي انسان وژلاى هم شي.

په افغانستان کې رسمي شمېرې ښيي چې په تېر يوه کال کې شاوخوا پنځوسو تنو ددې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى، خو دغه شمېره په نړۍ کې له يو ميليون ډېرو کسانو ته رسېږي. ددې ترڅنگ شاوخوا درې سوه ميليونه خلک په نړيواله کچه په ملاريا اخته دي.

د ملاريا ډولونه

ملاريا څو ډولونه لري چې تر ټولو خطرناکه يې دماغي ملاريا ده په دغه ډول ملاريا کې د مغزو پر رگونو بريد کيږي چې د اکسيجن او وينې د لېږد مخه نيسي.

تېر کال په افغانستان کې ٩ ميليونه ډالره د ملاريا د مخنيوي او د ناروغانو په درملنه يې لګېدلي دي، چې د روغتيا د نړيوال سازمان په گډون د يو شمير نورو نړيوالو ټولنو له خوا برابر شوي وو .

ټاکل شوې ده چې په راروانو پنځو کلونو کې د ملاريا په گډون د يو شمېر نورو ناروغيو د مخنيوي په برخه کې اويا ميليونه ډالر ولگول شي، د روغتيا د نړيوال سازمان د شميرو له مخه ملاريا په نړۍ کې هر کال نژدې يو ميليون انسانان وژني .

ياد شوى سازمان ژمن شوي چې تر٢٠١٥ کاله پورې يو انسان هم د ملاريا له کبله ونه مري .

ملاريا هغه ناروغي ده چې د يوې ماشې په مټ له يوه انسانه بل ته لېږدي او هر کال په نړۍ کې شاوخوا پنځه سوه ميلونه انسانان په ناروغۍ اخته کوي.

د دغې ناروغۍ اصلي لامل د ملاريا ماشه بلل کېږي، خو ښايي وچکالي هم په دې برخه کې اغېزمنه پرېوتي وي ځکه چې د ملاريا لېږدوونکي ماشي د ولاړو اوبو په ډنډونو کې هگۍ اچوي او وده کوي .

ورته مطالب