په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

باميان: تاريخي سيمې او توکي له ګواښ سره مخامخ دي

Image caption باميان

د باميان ولايت چارواکي وايي چې ددغه ولايت ډيرى تاريخي سيمي او توکي له گواښونو سره مخامخ دي.

چارواکي وايي چې د نيزونو او بارانونو په څير طبيعي لاملونه دغه اثار گواښي،خو خلک هم د ناپوهۍ له کبله له تاريخي سيمو خاورې وړي.

په دغو گڼو لرغونو سيمو کې د ضحاک اوغلغلې ښارونه هم شامل دي.

په باميانو کې د لرغونو سيمو د زيان ويره داسې مهال سر راپورته کيږي چې افغان حکومت لا تر دې مهاله ددغو اثارو سروې هم نه ده کړې.

د باميانو والۍ حبيبيه سرابي وايي چې تر سروې وروسته بايد سيمې ثبت شي او بيا يې بيا رغاونه پيل شي.