ناټو افغان ځواکونو ته په روان کال کې د هېواد امنیتي مسؤوليت سپاري

د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه
Image caption د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل واشنګټن پر دې خبرې خوښ دی چې د ناټو غړو هېوادونو د نورو روزونکو او پوځيانو د برابرولو ژمنه کړې ده .

ناټو افغان ځواکونو ته په روان کال کې د هېواد د امنيتي مسؤوليت د سپارلو پر شرایطو موافقه کړې ده، خو وايي دا به په دې مانا نه وي چې ټلواله له افغانستانه په وتلو کې بيړه کوي.

د استونيا په پلازمېنه تلين کې د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو له غونډې وروسته د ناټو سرمنشي انري فو راسموسن افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤوليتونو د سپارلو کار به کرار کرار او شرايطو ته په پام وشي، نه د کوم ځانګړي مهال وېش له مخې.

نوموړي د افغان ځواکونو د روزلو لپاره د نوو روزونکو د لېږلو پر اړتيا هم ټينګار وکړ :

''موږ سره سلا شوو چې د واګې چارې به سپارو، موږ د دې لپاره يوه تګلاره او يولړ شرايط وټاکل چې بايد په پام کې ونيول شي او موږ به همداسې شرايط برابر کړو چې همدا چاره پکې شونې شي. ځکه چېرته چې دا چاره ترسره کېږي، بايد تلپاتې وي، او شاته تګ بايد ونه شي.''

ښاغلي راسموسن وويل چې افغان امنيتي ځواکونو ته د چارو د واګو سپارل به له سږ کاله پيل شي.

هغۀ وويل له دې سره د ناټو ځواکونو کرار کرار له لومړۍ کرښې نه را په شا کېږي او د ملاتړو په توګه به پاتې وي.

د ناټو سرمنشي وويل افغان ځواکونه به د ډېرې مودې لپاره مرستې ته اړتيا ولري :

''د افغانستان امنيتي وضعه لاهم ننګوونکې ده، د ډېرو هغو هېوادونو استازي چې په افغانستان کې يې عسکر وژل شوي، دلته راټول شوي، خو سږ کال موږ په پراخه کچه پرمختګ کوو او دې پرمختګ ته به دوام ورکوو، د افغانستان په اړه زموږ نوې تګلاره اوس څرګنده ده، د ایساف زرګونه عسکر اوس خورا له ډېرو افغان ځواکونو سره د افغانانو د امنيت خوندي کولو لپاره په ګډه کار کوي. ''

''د افغانستان حکومت اوس د هېواد د ډېری برخې د کنټرولولو واک په لاس کې اخلي، او موږ يوه داسې بهير ته تیاری نيسو، چې له مخې يې د چارو واګي چېرته چې شرايط ورته برابرېږي افغانانو ته وسپارو. ''

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل واشنګټن پر دې خبرې خوښ دی چې د ناټو غړو هېوادونو د نورو روزونکو او پوځيانو د برابرولو ژمنه کړې ده .

Image caption شهنواز تڼی: ''په کار ده چې دوی له افغانستانه ووځي، خو په دې شرط چې افغان ملي وسله وال پوځ په هر لحاظ ښه سمبال شي، او د مستقلې دفاع تياری ونیولی شي.''

خو د دفاعي چارو کارپوه او د افغانستان د دفاع يوه پخواني وزير شهنواز تڼي ويلي ترهغه چې افغان ځواکونه په سمه توګه نه وي سمبال شوي، د امنيتي مسؤوليتونه د پر غاړه اخيستو جوګه به نه وي:

''افغان امنيتي ملي وسله وال پوځ نړيوالو د مستقل جنګ لپاره اماده نه کړ، په جنګي او لوجيستکي توکو سمبال نه دی او نه پوره ښوونه او روزنه ورکړل شوې، چې پر دې بنسټ مستقله دفاع ورته ډېر ګران کار دی، که څه هم په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو شتون د عامو افغانانو له ذهن سره سمون نه لري، ښه به دا وي چې د دوی د وتلو لپاره زمينه برابره شي، نه دا چې دوی راغونډ شي.''

''په کار ده چې دوی له افغانستانه ووځي، خو په دې شرط چې افغان ملي وسله وال پوځ په هر لحاظ ښه سمبال شي، او د مستقلې دفاع تياری ونیولی شي.''

ورته مطالب