د خپلواکۍ ګټونکي شاه امان الله ۵۰ م تلین ولمانځل شو

شاه امان الله
Image caption شا ه امان الله د ۱۹۱۹ میلادي کال چې د ۱۲۲۸ زیږدیز کال سره سمون لري د زمري د میاشتي پر ۲۸ نېټه په بشپړ ډول د افغانستان خپلواکي اعلان کړه .

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لومړي ځل لپاره د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي شاه امان الله ۵۰م تلین ولمانځه .

پاچا امان الله په۱۹۱۹ کال کې له انګریزانو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه، خو له هغه وخت راهیسې د نوموړي پاچا محبوبیت لا هم د خلکو په زړه کې دی.

یو شمېر تاریخ پوهان وایې په هېواد کې د پوهنې، حقوقي او عدلي نظام رامنځ ته کول او په ځینو نورو مهمو ټولنیزو موضوع ګانو کې د هغه بې شمېره کارونه او اصلاحات د دې لامل شوي چې لا اوس هم د خلکو په منځ کې ځای ولري .

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایې دوی به د امان الله خان په څېر د نورو تاریخي شخصیتونو د یاد مراسمو ته دوام ورکړي .

شاه امان الله خان له نن څخه ۹۰ کاله وړاندې پر افغانستان واکمني کړې ده .

نوموړی د امیر حبیب الله خان زوی او د امیر عبدالرحمن خان لمسی دی، خو د تاریخ پوهانو په باور یې د خپل پلار او نیکه پر خلاف د انګریزانو پر وړاندې د هېواد د خپلواکۍ لپاره ډېر اوچت او اغېزمن ګامونه اخيستي دي .

شا ه امان الله د ۱۹۱۹ میلادي کال چې د ۱۲۲۸ زیږدیز کال سره سمون لري د زمري د میاشتي پر ۲۸ نېټه په بشپړ ډول د افغانستان خپلواکي اعلان کړه .

نوموړي د خپلي واکمنۍ په لس کلنه دوره کې د پوهنې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې امکانات برابر کړل، د روغتیا، بیارغونې، د رسنیو د غوړېدا، د اساسي قانون او هم د حقوقي او عدلي نظام د جوړېدو او داسي نورو ډېرو مهمو ټولنیزو برخو کې یې د پام وړ ګامونه اخيستي چې د افغان تاریخ پوه حبیب الله رفیع په خبره همدا لامل دی چې شا امان الله لا اوس هم د خلکو په زړونو کې خپل ځای ساتلی دی :

‎''اعليحضرت امان الله خان د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره پروګرامونه جوړ کړل، د ژوند په ټولو برخو کې يې د پرمختګ لپاره مدني ګامونه واخيستل ، د ده همدغه کارنامې دي چې په ملت کې د قدر وړ دی او درناوی ورته کېږي‎.''

شاه امان الله لس کاله پر افغانستان واکمني وکړه . له هغه وروسته دی په کور د ننه له بغاوت سره مخامخ شو .

انګیرنه دا ده چې ځینو کسانو د هغه اصلاحي پروګرامونه نه خوښول او پر وړاندې یې راپورته شول . خو په پای پاچا له افغانستانه ووت او ایټالیا ته ولاړ .

نوموړي ۳۰ کاله له هېواده لیري په اروپا کې د جلاوطنۍ شپې ورځې تېرې کړې او هلته یې د ۱۳۳۹ کال د ثور په پنځمه نېټه له نړۍ سترګي پټې کړې .

د شا ه امان الله لور شهزادګۍ اندیا چې په اروپا کې د افغانستان افتخاري سفیره ده او د يکشنبې په ورځ د ثور ۵ مه يې په کابل کې د خپل پلار د مړینې د ۵۰ مې کلیزي په مراسمو کې ګډون کړی وو وویل چې شاه د ژوند په وروستیو شېبو کې هم د وطن وطن نارې وهلې :

''غازي پاچا امان الله چې په وروستۍ شېبه کې سترګې پټولې یوه اوږده او غمناکه ساه و ایستل او وې ویل : کابل. ''

د شاه امان الله مړی د هغه له وصیت سره سم افغانستان ته راوړل شوی او په جلال آباد کې په خپله پلرنۍ هدیره کې ښخ شوی دی.

خو یوه نیوکه دا ده چې ولې د دغسې یوه شخصیت د یاد لپاره افغان دولت هر کال مراسم نه نیسي .

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین وویل ددغه ډول مراسمو لپاره ځانګړي کلونه سته لکه ۵۰ یا ۴۰ او داسېنور چې دده په وینا د همدې ټکي په پام کې نیولو سره یې دا مراسم ۵۰ کاله وروسته نیولي دي :

''لومړی دا چې ۵۰ کاله پخپله یو ځانکړی ټکی دی . یانې په ۳۵ یا ۲۵ کال کې معمولاً د یاد غونډې نه جوړېږي . د دې لپاره باید یو داسې عدد وي لکه پنځوس، څلویښت ،اویا، دیرش یا داسې نور . بل دا چې که په تېرو کلونو کې د یاد مراسم نه دي لمانځل شوي، نو باید تېر مشران پخپله ځواب ووایي، خو اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت خپله دنده بولي چې د هغو شخصیتونو چې د هېواد لپاره ویاړ بلل کېږي د هر یوه پر خپل وخت یادونه وکړي . ''

ښاغلي رهین دغه راز وویل له دې وروسته به نه یوازې د شا امان الله، بلکې د نورو افغان تاریخي لوړو شخصیتونو د یاد لپاره هر کال ورته مراسم نیول کېږي.