کرزی په هند کې: د هندي وګړو امنيت به ساتو

حامد کرزی
Image caption هند ته د ښاغلي کرزي د سفر موخه له لومړي وزير منموهن سينگهـ سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو او د ترهگرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې اترې کول ښوول کېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي ولسمشر کرزی نن سهار دوشنبه/ د ثور (غويي) شپږمه د هند د لومړي وزير منموهن سينګهـ په بلنه هند ته ولاړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي ډيلي ته تر رسېدا وروسته د هند له لومړي وزير منموهن سينګهـ سره وليدل .

دواړو مشرانو يوې خبرې ناستې ته وينا وکړه.

د هندوستان د لومړي وزير له دفتره خپره شوې وينا پاڼه وايي د هند لومړي وزير له افغان ولسمشر حامد کرزي سره يوې ګډې خبري ناستې ته وويل"دا د خوښۍ شېبه ده چې هند ته د افغان ولسمشر حامد کرزي راتګه ته هرکلی ووايم. ما له ولسمشر کرزي سره پر يو لړ دوه اړخيزه سيمه ييزو مهمو موضوع ګانو خبرې وکړې. "

خبرپاڼه وايي چې کرزي له منموهن سينګهـ سره پر اقتصادي مسایلو سربېره د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا په اړه هم خبرې وکړې .

منموهن سينګـهـ په خبري ناسته کې د افغانستان له دولت، ولس او په دغه هېواد کې د ديموکراسۍ پر پښو درېدو ملاتړ وکړ.

نوموړي هيله وښوده چې هند په دې باور دی چې افغانستان کې به ديموکراسي وده کوي، چې په وينا يې هندوستان هڅه کوي چې د افغانستان په بيارغونه کې مثبت رول ولري:

"ما افغان ولسمشر حامد کرزي ته دا پيغام ورورساوه، چې هند به افغانستان کې د ظرفيتونو د جوړولو او بشري منابعو او عامه تاسيساتو د پياوړي کولو په برخه کې همکاري کوي. "

منموهن سینګهـ زياته کړه چې له ولسمشر کرزي سره يې د ترهګرۍ د مبارزې په اړه هم خبرې وکړې، او هغه ژمنه ورکړه چې افغانستان کې د هندي وګړو د امنيت خوندي کولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

له ښاغلي کرزي سره د هند او بوتان په سفر کې د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول او د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا هم مل دي.

د اپرېل پر ۲۳مه د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې مېرمن روو ت ويلي وو چې ښاغلی کرزی به د سارک په سرمشريزه کې چې ټاکل شوې په بوتان کې جوړه شي، هم ګډون وکړي.

د نوموړې په وينا هند ته د ولسمشر کرزي د سفر هدف په افغانستان کې د هندوستان په رول بحث کول دي.

د مېرمن روو په خبره هندي چارواکي به له ښاغلي کرزي سره په افغانستان کې د هغو هندي وګړو د امنيت د ساتلو په هکله هم خبرې وکړي چې دا مهال په دغه هېواد کې په يو شمېر رغنيزو پروژو کې بوخت دي.

وړاندې د ښاغلي کرزي وياند وحيد عمر وويل ولسمشر کرزى به د هند په گاونډ بوتان کې د جنوبي اسيا د سيمه ييزې همکارۍ د سازمان 'سارک' غړو هېوادونو له يو شمېر چارواکوسره هم وگوري.

د افغانستان د ماليي وزارت سلاکار نجيب منلى وايي هند په تېرو شاوخوا نهو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې يو ميليارد ډالره مرسته کړې چې په بېلابېلو برخو کې لگول شوي دي:

''هند د افغانستان د نوي حکومت له جوړېدا را وروسته له دغه هېواد سره په ټوله کې يوزر دوه سوه اودوه څلوېښت ميليونه ډالره يانې يو اعشاريه دوه سوه دوه څلويښت ميليارده ډالره مرسته کړې دې چې د افغانستان په هغو برخو کې لگول شوې چې اړتيا ورته ليدل کېده. ''

ولسمشر کرزی به د راتلونکې مۍ مياشتې پر دوولسه د امريکا متحده ایالتونو ته ځي چې له ولسمشر بارک اوباما سره په افغانستان کې د روانو حالاتو، له اداري فساد سره په مبارزې او د سولې د پروسې پر سر وغږېږيږي.

هند د سيمې په کچه له افغانستان سره د سترو مرستندويه څخه شمېرل کېږي چې د چارواکو په خبره په تېرو څوکلونو کې له کابل سره کې ميليونونه ډالره مرسته کړې ده.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي هند د نورو هېوادونو پرتله د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي.

له تېرو څلورو کلونو راهيسې هند هر کال افغانستان ته ٥٠٠ تحصيلي بورسونه ورکوي چې ٤٢٠ يې د لېسانس په کچه او ٨٠ نور يې د ماسټرۍ دي.

همدا اوس شاوخوا ١٦٠٠ افغانان د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي.

ورته مطالب