په کانکور کې ۲۰۰۰ پاتې افغان زده کوونکو ته د لوړو زده کړو زمینه

Image caption کوم زده کوونکي چې منل شوي په بېلابېلو څانگو کې به زده کړې کوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي د زده کوونکو له هغې ټولگې څخه چې په سږني کانکور کې بې پايلو اعلان شوي و، ۲۰۰۰ يې د افغانستان پوهنتونو او د نيمه لوړو زده کړو مرکزونو ته لاره پيدا کړه.

د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزير سر ور دانش وايي له دغې اسانتيا نه هغو زده کوونکو گټه پورته کړه چې په بې پايلو زده کوونکو کې يې په پرتليز ډول لوړې نمرې اخيستې وې.

همدا راز د هغو ولايتونو زده کوونکو ته هم يو څه ټيټې نمرې ټاکل شوې وې چې په کې نا امني ده.

چارواکي : بې وزلو افغان زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابرو

د دغو زده کوونکو د منلو خبر د لوړو زده کړو وزارت هغه مهال ورکړى و، چې د سږني کانکور د پايلو له کبله ځينو پاتې راغليو زده کوونکو د نا خوښۍ غږونه پورته کړل .

هغه مهال د لوړو زده کړو وزارت د ٢٢ زرو پاتې راغليو د منلو خبره کړې وه، خو اوس چې دا چاره تر سره شوه نو څرگنده شوه چې کوم زده کوونکي په کانکور کې نه وو بريالي شوي دوه زره ترې د افغانستان پوهنتونو او د نيمه لوړو زده کړو مرکزونو ته ور وپيژندل شول.

د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزير سرور دانش وويل دوى له ټولو پوهنتونونو وپوښتل چې سر بېره پر برياليو زده کوونکو په کوم شمير کې نور زده کوونکي منلاى شي.

Image caption اوس د افغانستان د لوړو او نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې ٦٥ زره کسان لوړې زده کړې کوي چې د چارواکو په وينا د تېر کال په پرتله په سلو کې ٥ زياتوالى ښيي.

وايي تر ارزونو وروسته څرگنده شوه چې ايله بېله ۲۰۰۰ زده کوونکي منلاى شي چې هغه هم تر ډيره د ولايتونو د پوهنتونو له خوا منل شوي دي.

پوښتنه دا ده چې ددغو زده کونکو د منلو شرطونه کوم دي؟

ښاغلى دانش يې ځواب وايي.''وايي دا معيارونه په دوه درېو ټولگو کې د يادونې وړ دي، لومړى دا چې هلکانو ته ٢٦٠ نمرې په پام کې نيول شوي وې، يانې هغه څوک چې نمرې يې تر ٢٦٠ نه لوړې وې نجونو ته ٢٥٠ نمرې په پام کې نيول شوې وې، همدا راز هغه دوولس ديارلس ولايتونه چې امنيتي ستونزې لري د هغو نجونو او هلکانو ته مو ٢٣٠ نمرې په پام کې نيولې وې.''

سږکال د ۱۲ ټولگيو نژدې ۹۰ زرو فارغانو په کانکور کې برخه اخيستې وه چې تر نيمايي ډېر يې په دغه ازموينه کې پاتې راغلل.

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې په دغه کانکور کې نجونې ښې ونه ځلېدې وايي که له يوه پلوه په سږني کانکور کې تر ټولو لوړې نمرې يوې جينۍ واخيستې نو بل پلو بيا نورستان، پکتيکا، زابل او ارزگان هغه ولايتونه وو چې ان يوې جينۍ يې هم په کانکور کې برخه اخستې وه.

کوم زده کوونکي چې منل شوي په بېلابېلو څانگو کې به زده کړې کوي.

اوس د افغانستان د لوړو او نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې ٦٥ زره کسان لوړې زده کړې کوي چې د چارواکو په وينا د تېر کال په پرتله په سلو کې ٥ زياتوالى ښيي.

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې تر ٢٠١٤ کاله پورې به دغه کچه دوه برابره لوړه شي.

په افغانستان کې په لسگونه زره ځوانان پوهنتونو ته د نه کاميابېدو له امله بې برخليک پاتې کېږي.

ورته مطالب