کندهار کې ځانمرګي بريد درې تنه ووژل

کندهار
Image caption په کندهار کې داسې مهال د نا امنۍ څپې په خورېدو دي چې بهرني ځواکونه سږ کال اوړى په دغه ولايت کې د پراخو عملياتو د خپريدو خبره کوي.

تېر ماښام په کندهار ولايت کې د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ په دروازه کې ځانمرگى بريد شوى دى چې په ترڅ کې يې ددغې کمپنۍ درې ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دغه کمپنۍ چې بريد پرې شوى ١٠٠٠ تنه بهرني او کورني کارکوونکي لري چې د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي گاډو د لېږد رالېږد په برخه کې مرسته کوي.

طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخستې.

د پېښې له ځايه لومړي راپورونه دا وو چې د سپريم کمپنۍ پر اډه درې ځانمرگي بريدونه بريدونه شوي دي، او سر بيره پر ځانمرگو بريدونو سپکې ټوپکې او لاسي بمونه هم کاريدلي دي، چې په پايله کې يې ددريو ځانمرگو بريدگرو په گډون د کمپنۍ څلور تنه افغان کارکوونکي وژل شوي او او پنځه ديرش نور ټپيان دي.

خو طالبانو رسنيو ته ويلي دي چې يو ۀ ملگري يې ځانمرگى کړى او دوو نورو ملگرو يې د لاسي بمونو او سپکو وسلو ډزې کړي دي چې په پايله کې يې لسگونه بهرني او افغان کارکوونکي وژلي دي او خپله روغ رمټ وتلي دي.

خو د کندهار د امنيې قومندانۍ مرستيال محمد شاه فاروقي چې تېر ماسخوتن د پېښې له ځايه روان و ، بي بي سي ته يې وويل چې د سرف ډوله گاډي په مرسته يوازې يو ځانمرگى بريد شوى دى چې درې ساتونکي يې وژلي دي.

ښاغلي فاروقي وويل چې دا چاره د سولې او وطن دښمنانو تر سره کړې ده دا هغه اصطلاح ده چې حکومتي چارواکي يې يې د وسلوالو طالبانو او نورو وسلوالو مخالفانو لپاره کاروي.

سپريم چې بريد پرې شوې يوه شخصي امنيتي کمپنۍ ده چې کورني او بهرني ساتونکي يې د بهرنيو ځواکونو اکمالاتي کاروانونه له يوه ځايه بل ته ليږدوي،او امنيت يې خوندي کوي.

دا بريد د هغو بريدونو د لړۍ وروستۍ کړۍ ده چې په دې وروستيو کې په کندهار کې پيل شوې ده چې په ترڅ کې يې ځينې چارواکي وژل شوي دي.

ملگرو ملتونو هم اوړمه ورځ خپل بهرني کارکوونکي د نا امنۍ له کبله کندهار نه کابل ته وغوښتل او سميز کارکونکي يې د نا څرگند وخت پورې پر کورونو کينول.

وروستي بريدونه د کندهار د ولايتي شورا د مشر احمد ولي کرزي تر هغو څرگندونو څو ساعته وروسته وشول چې د ملگرو ملتونو وروستۍ پريکړه يې بې ځايه وبلله او څرگنده يې کړه چې د کندهار امنيت خوندى دى.

په کندهار کې داسې مهال د نا امنۍ څپې په خورېدو دي چې بهرني ځواکونه سږ کال اوړى په دغه ولايت کې د پراخو عملياتو د خپريدو خبره کوي.

ورته مطالب