افغان حکومت: د م.م ساتونکی د پوليسو ډزو نه دی وژلی

افغان پوليسو هغه مهال ويلي وو چې ښاغلى مکسويل د طالبانو په ډزو کې وژل شوى دى.
Image caption افغان پوليسو هغه مهال ويلي وو چې ښاغلى مکسويل د طالبانو په ډزو کې وژل شوى دى.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هغه رپوټونه رد کړل چې گنې په کابل کې د طالبانو د يوه بريد پرمهال د ملگرو ملتونو بهرني کارکوونکي د پوليسو په ډزو وژل شوي دي .

دغه بريد تېر منى د ملگرو ملتونو پر يوه مېلمستون وشو او د ملگرو ملتونو شپږ کارکوونکي په کې ووژل شول.

د کورنيو چارو وزارت وايي، بريد کوونکو د پوليسو جامې کارولې له همدې امله ښايي ملگرو ملتونو انگېرلې وي چې ډزې هم پوليسو کړي.

د هغه بريد په اړه چې په کابل کې د ملگرو ملتونو پر يوه مېلمستون څه کم شپږ مياشتې وړاندې وشو، يوځل بيا بحثونه راپورته شوي دي.

ملگرو ملتونو په يوه رپوټ کې ويلي چې په دغه بريد کې د يوناما څلور کارکوونکي د افغان پوليسو د ډزو له امله وژل شوي، په داسې حال کې چې افغان امنيتي ادارې دغه رپوټونه له يوې مخې ردوي او ټينگار کوي چې هروخت او هرځاى يې د ملگرو ملتونو د کارکوونکو امنيت خوندي کړى دى.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي د ياد شوي بريد په اړه د ملگرو ملتونو په رپوټ کې هېڅ داسې شواهد نه ويني چې ودې ښيي افغان پوليسو دې د يوناما کوم کارکوونکى وژلى وي.

ښاغلى بشري زياتوي چې افغان امنيتي ادارو دوه ځله له نوموړي پلاوي وغوښتل د پېښې په اړه گډې څېړنې ته اجازه ورکړي، چې په وينا يې د څېړنو پايله کره او باوري راشي، خو نوموړى وايي چې دغه خبر ونه منل شوه.

ددې ټولو ترڅنگ د کورنيو چارو وزارت وياند وايي که ملگرو ملتونو سره داسې کوم شواهد وي چې د پورتنۍ خبرې سپيناوى کولاى شي دوى يې په اړه څېړنو ته تىار دي.

پر همدې مهال د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ملگرو ملتونو له څېړنو وړاندې دوى په دې اړه د اروپا له پوليسو سره گډې څېړنې کړي او ورته مالومه شوې چې د ملگرو ملتونو ټول کارکوونکي او نور کسان د هغو وسله والو طالبانو په ډزو کې وژل شوي چې د پوليسو جامې يې پر تن وې.

د کورنيو چارووزارت په دې اړه له سوله ساتو ځواکونو غوښتنه وکړه چې د درېم گړي په توگه پلټنې وکړي او پايلې يې اعلان کړي، دا ځکه چې دده په وينا د ملگرو ملتونو د پلاوي رپوټ ورته د منلو نه دى.

ورته مطالب