ملگرو ملتونوله کندهار نه خپل بهرني کارکوونکي وويستل

د ملگرو ملتونو گاډى
Image caption کارپوهان وايي چې د ملگرو ملتونو د بهرنيو کارکونکو راوتل،او د سيميزو کارکونکو په کورونو ناسته به په کندهار کې د ملگرو ملتونو کارونه ټکني کړي.

ملگري ملتونه وايي چې له کندهاره يې خپل بهرني کارکوونکي ايستلي دي او سيميزو هغوو ته يې ويلي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

ملگري ملتونه نه وايي چې په کندهار کې يې د بهرنيو کارکونکو شمير څو تنو ته رسيده خو وايي دغه ټول کارکونکي له ياد شوي ولايت نه پلازمينې کابل ته راغوښتي دي .

په کابل کې د ملگرو ملتونو د استازي دفتر يوناما يوې وياندې نيلاب مبارز بي بي سي ته وويل چې دا گام يې د خپلو کارکونکو د ژغورنې په موخه کړی دى.

اغلى مبارز ونه ويل چې د امنيتي لاملونو نه يې موخه څه ده ،د وژنو او چاودونو دغه نوې لړۍ چې په کندهار کې پيل شوې ده،او که هغه عمليات چې ويل کيږي په کندهار کې به د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا پيلېږي.

کارپوهان وايي چې د ملگرو ملتونو د بهرنيو کارکونکو راوتل،او د سيميزو کارکونکو په کورونو ناسته به په کندهار کې د ملگرو ملتونو کارونه ټکني کړي.دغه راز د دوى په خبره د لسگونو پروژو کار به په ټپه ودريږي،خو ملگري ملتونه ددې خبرې منلو ته تيار نه دي او وايي چې سيميز کارکونکي به يې له کورونو کارونه څاري .

په ولسي جرگه کې د امنيتي او دفاعي جرگگۍ مشر او د کندهار د خلکو استازى نورالحق علومي وايي چې په کندهار کې د بل هر وخت پر پرتله امنيتي حالات ناوړه دي:

’’ د تاوتريخوالي د ډيريدو لاملونه د تل په څير دا دي چې دلته موږ پر دې نه يو توانيدلي چې د حکومت او خلکو تر منځ د نه باور ستونزه هواره کړو .دويمه خبره د امنيتي پلانونو ده وگورئ د هلمند تر عملياتو وروسته هره ورځ ويل کېږي چې په کندهار کې به ستر پوځي عمليات پيلېږي، بل پلو د حکومت مخالف ځواکونه هم په اوسمهال کې نه ښوونکي ته گوري،نه ديني عالم ته ،نه مامور ته،نه رعيت ته ، نه پوځي ته او نه ولسي وگړي ته چې څوک دي .’’

تر دې مخکې ملگرو ملتونو د ولسمشريزو ټاکنو په درشل کې خپل يو شمير بهرني کارکونکې داسې مهال له افغانستانه وويستل چې په کابل کې يې پر يوۀ ميلمستون مرگوني بريدونه وشول .

په هغو بريدونو کې ددغه سازمان پنځه کارکونکي وژل شوي وو او نهه ټپيان وو،تر هغې راوروسته د ملگرو ملتونو سر منشي د خپلو ودانيو او کارکونکو امينيتي حالت ته د بيا کتنې غوښتنه کړې وه او ولسمشر حامد کرزي ډاډ ورکړې وو چې د ملگرو ملتونو دفترونو ته به ځانگړى پام کوي.