په افغانستان کې د اوبو لګولو نوی سيسټم پيلېږي

يو افغان کروندګر
Image caption که څه د افغانستان په ډېرو سيمو کې اوس د ځمکو د اړولو او کولبې لپاره ټراکټور کارول کېږي خو يو شمېر داسې سيمې هم شته چې لا هم کولبه پر غويو کوي.

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د روان کال په اوږدو کې به د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د ميليونونه ډالرو په لګښت د اوبو لگولو ٣٠ داسې پروژې پلې کړي چې له مخې به يې زرگونه هکتاره ځمکه خړوبېږي.

نوې عملي کېدونکې پروژې د بندونو ، د اوبو د زېرمو او د څاڅکو د نوي او عصري سيسيټم پر مټ د بوټو د اوبو کولو پروژې دي چې د کرنې وزرات د معلوماتو له مخې به ډېر ژر ورباندې کار پيل شي .

ددغه وزارت داوبو لګونې د څانګې مشر نصير احمد فيض وايي د نويو پروژو لګښت ميليونه ډالره ته رسېږي: (( ددغو شاوخوا سل پروژو له ډلې څخه موږ په پام کې لرو چې سږ کال دېرش پروژې پلې کړو.

د پروژو مالي لګښت شاوخوا څلور اعشاريه پېنځه ميليونه ډالره چې سربندونه، د اوبو کوچنۍ زېرمې او د نوي ټيکنالوژۍ لکه د څاڅکو د اوبو پروژې پکې راځي. ))

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې د نويو پروژو له ډلې څخه يې لومړۍ هغه په کابل کې پيل کړې او په پام کې لري چې په نژدې وروځو کې دغلته پېنځه نورې هم پيل کړي.

ښاغلی فيض وايي د نويو پروژو له عملي کېدو سره به په بېلابېلو ولايتونو کې شاوخوا درې لکه کروندګرو ته د کرنې او دځمکو د خړوبولو اوبه برابرې شي او زرګونه هکټاره ځمکه به خړوبه شي .

د چارواکو په ويناد روان کال په اوږدو کې دېرش پروژې به، په بدخشان، تخار، کوندوز، بلخ، باميانو، بغلان، کاپيسا ، پروان ، غزني ، لوګر، غور، کابل ، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې پلې شي.

که څه هم په نوره نړۍ کې اوس د کرنې سيسټم عصري شوی خو په افغانستان کې لا هم په دوديز او ډېر زاړه ډول خلک کښت او کروندې خړوبوي .

خو په دې ورستيو کلونو کې د پرله پسې وچکاليو له کبله د کرنې هغه زوړ دوديز سيسټم هم بيخي ګډوډ شوی او کرنه اغېزمنه شوې ده.

د بېلابېلو شمېرو له مخې دا مهال د هېواد زياته سلنه ځمکه چې دکرنې بالقوه وړتيا لري د اوبو د نشتوالي له امله شاړه پرته ده .

شنونکي وايي چې که د کرنې وزارت د اوبو لګولو دغه ډول پروژې پلې کړي ، نو نه يوازې د افغانستان دکرنيزو توليداتو کچه به لوړه شي بلکې د اقتصادي ودې په برخه کې به هم پرمختګ وشي.