افغان کريکټ لوبډله له هند سره تر لوبې وروسته

افغان لوبغاړي
Image caption افغان کرېکېټ لوبغاړيو د پياړي هوډ څرګندونه کړې ده.

افغان کرېکېټ لوبډله د لومړي ځل لپاره د کرېکټ د يوې سترې نړيوالې اتلولۍ په سياليو کې ګډون کوي. دوی د کرېکېټ د نړيوالې شل اوريزې اتلولۍ په خپله لومړۍ لوبه کې، چې د کاريبيان سيمې په وېسټ انډيز کې روانې دي، له هند سره په کې خپل بخت وازمويه. خو بری د هندي لوبدلې په برخه و.

د سپورټ په ډګر کې افغان کرېکېټ لوبډلې خورا ګړندی پرمختګ کړی، يوازې دوه کاله وړاندې يې د کرېکېټ نړيالو لوبو تر ټولو ښکتنۍ کچه کې سيالۍ کولې. دا يو حيرانوونکی سفر و.

افغانستان اوس نژدې شوی چې د نړيوال کرېکېټ لوړې کچې ته ځان ورسوي. په دې کې له هند نه پياوړې او د لوړې کچې لوبډله نه وي، چې اوس دوی ورسره لوبېږي. هند هغه ځای چې د کرېکېټ لوبې له مالي پلوه تر ټولو بډای ځواکمن ټاټوبی دی، او له هغو غوره لوبډلو بلل کېږي، چې کېدی شي، دغه اتلولي وګټي.

ډېری افغان لوبغاړيو کرېکېټ لوبه په پاکستان کې د کډوالو په ګردجنو او بېوزليو کمپونو کې زده کړې ده. سره له دې چې افغان لوبغاړي په خپل ټاټوبي کې د کرېکېټ کوم لوبغالی نه لري، خو افغان کرېکېټ لوبډلې وکولی شول چې په ۲۰۰۸ کال خپل ځان نړيوالې کچې ته ورسوي.

د کرېکېټ شلو اروزي اتلوليو ته د غواري په سياليو، افغان کرېکېټ لوبډلې د اماراتو لوبډلې ته په ماتې ورکولو نړيواليو اتلوليو ته لار ومونده، او بيا يې د غوراوي سياليو په پايلوبه کې ايرلنډ ته په ماتې ورکولو، د سياليو اتلان شول.

افغان کرېکېټ لوبغاړيو د خورا پياوړي هوډ لرلو او سختو غښتليو سيالانو شهرت ترلاسه کړی دی. دا داسې وړتياوې دي چې د افغان لوبډلې روزنکی کبير خان هيله لري. په وسټ انډيز کې د سياليو په مهال به له دوی سره مرسته وکړي:

Image caption افغان کرېکېټ لوبډلې د سپورټ پر خورا ګړندی پرمختګ وکړ.

((موږ هلته يوازې د دې لپاره نه ځو چې په اتلولۍ کې ګډون وکړو، موږ غواړو دوی ته سخت کرېکېټ وښيو، پياوړې هلې ځلې وکړو، او ښايي هلته په ماتې ورکولو څوک خپه هم کړو))

د افغان لوبډلې پرمختګ به په کور دننه د مينه والو له اړخه له نژدې څارل کېږي. کرېکېټ لوبډله جګړې ځپلي افغانستان ته د خوښۍ لامل شوې ده. هيلې له واقعيت خورا لوړې دي، تر ډېره ځکه چې افغان لوبغاړي تر دې مهاله توانېدلي چې خپله لوبې تر هر هغې کچې ورسوي چې دوی ور رسېدلي. خو داسې ښکاري چې د شل اوريزو سياليو له لومړي پړاو ور پورته پرمختګ به دوی ته ناشونی وي. خو پر داسې يو ستر دريځ راڅرګندېدل، او د سيالۍ تجربه به په افغانستان کې له لوبو او سپورټ له پرمختګ سره مرسته وکړي.