د افغان کارګرو ټولنې : 75٪ خلک وزګار دي

دوه افغان کارګر
Image caption په افغانستان کې د کار د نشتوالي له امله خلک د کار څرنګوالي ته ډېر پام نه کوي.

په افغانستان کې د کاگرو د نړيوالې ورځې د نمانځنې پر مهال د دغه هېواد د کارگرو ټولنو يو ځل بيا د افغان کارگرو د ژوند او حالت په اړه اندېښنه وښووله او له حکومته يې د دوى د ستونزو واری وغوښت.

د افغانستان د کارگرو د ټولنې مشر محمد ظاهر کارگر پر حکومت غږ وکړ چې وزګارو افغانانو ته کارونه ومومي: ((موږ له خپل اسلامي دولت څخه غواړو چې ټول هغه خصوصي سکتورونه چې مخ پر ځوړ روان دي، پياوړي کړي او په پښو يې ودروي.

دغه راز بايد په کور دننه طبيعي زيرمې را وسپړي چې نور گډوال نشو او خلک له هېواده د باندې په کارپسې ولاړنشي.

د افغانستان کابينه بايد دغې موضوع ته ډېره پاملرنه وکړي.))

د ښاغلي کارگر په وينا اوس اوس په افغانستان کې شاوخوا ١٨٠ زره کارگر په دولتي او نا دولتي ادارو کې کارکوي چې د معاشونو نشتوالی يې لويه ستونزه ده.

دا مهال د يوه عادي افغان کارگر معاش شاوخوا درې زره افغانۍ يا شپېته امريکايي ډالره دی ، چې دخوراکي او سونتوکو بيو او د کورونو لوړو کرايو ته په کتو ډېر لږ دی.

له دې ور هاخوا،د کاري ساعتونو زياتوالى او په سم ډول د کارگرو د قانون نه عملي کېدل نورې هغه ستونزې يادېږي چې افغان کارگر ورڅخه سرټکوي.

د خان محمد په نوم يو کارګر وايي د افغانستان د کارګرو قانون د کارګرو نه بلکې د کار د څښتنانو په ګټه دی او په ولايتونو کې خو بېخي نه عملي کېږي .

دغه راز ده وويل چې په افغانستان کې د کار موده د نورو هېوادونو په پرتله ډېره اوږده ده چې دې کار هم افغان کارګر ځپلي دي .

افغان کارگر پر حکومت او يو شمېر ملي پانگوالو نيوکه کوي چې، په کور د ننه د لسگونه زره وزګارو افغانو په موجوديت کې ،دوى له نورو هېوادونو څخه کارګر راغواړي.

دوی وايي په هېواد کې د ننه ډېر افغان شته چې په بېلابېلو برخو کې ښه کار کولای شي خو ورته پام نه کېږي .

له تېرو شاوخوا نهو کلونو راهېسې په افغانستان کې د کارگرو د ژوند او وضيعت په اړه اندېښنې او شکايتونه موجود دي او د کارګرو د ټولنو په وينا دا مهال 75٪ افغانان وزګار ګرځي .

خو دکار او ټولنيزو چارو وزارت وايي چې دغه د هغو کسانو سلنه ده چې د کار وړتيا لري خو وزګار دي نه دا چې د ټولو افغانانو سلنه وبلل شي .

تېر کال د افغانستان د احسايې مرکزي ادارې يو سرشمېرنه خپره کړه چې له مخې يې اته ميليونه افغانان د کار وړتيا لري چې درې نيم ميليو نه يې وزګار دي.

خو افغان حکومت په وار وار ويلي چې د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره يې منډې ترړې پيل کړې، او هڅه کوي بهرني پانگوال په افغانستان کې پانگونې ته وهڅوي چې خلکو ته کاري زمينې برابرې شي .

کارپوهان وايي افغان کارگر د نورې نړۍ د هغو په پرتله له خپلو ډېرو قانوني حقونو څخه بي برخې دي،او د کار د نشتوالي او بېوزلي له امله اړ دي چې په سختو شرايطو کې سختو کارونو ته اوږه ورکړي.