ستاسې غږ: په افغانستان کې د امريکا ښکېلتيا او ننګونې

Image caption ښاغلی ايکنبيري دا مهال په افغانستان کې د امريکا سفير دی او ستاسې غږ راتلونکې خپرونه کې به ستاسې پوښتنو ته ځوابونه ووايي .

افغانستان او امريکا يو بل خپل ستراتيژيک ملګري بولي، خو د چارواکو تر منځ يې په دا وروستيو کې د يو بل په اړه له نيوکو ډکې څرګندونې شوې دي .

دغه راز دواړه هېوادونه له يوبله ډېرې تمې او غوښتنې لري.

ددې تر څنګ امريکا په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د ماموريت مشرتوب پر غاړه لري او دلسګونه زره سرتېرو تر څنګ يې، له دغه هېواد سره ميلياردونه ډالره مرسته هم کړې ده .

خو تاسې اورېدونکې، په افغانستان کې د امريکا ښکېلتيا ته په کومه سترګه ګوریء او پر وړاندې يې پرتې ننګونې کومې بولیء.

که په دې اړه کوم نظر يا پوښتنه لریء نو په ولايتونو کې زموږ له همکارانو سره اړيکي ونيسیء.

پر لاندې برېښليک هم خپلې پوښتنې او نظرونه په ليکلي ډول رالېږلای شیء!

pashto@bbc.co.uk

د پروګرام ميلمه مو په افغانستان کې د امريکا سفير کارل اېکنبېري Karl Eikenberry دی.