نيويارک: ټايمز څلورې بېرته پرانيستل شوه

ټايمز څلور لارې
Image caption دا هغه موټر دی چې له چاودېدونکو توکو ډک د نيويار په ټايمز څلورلارې کې موندل شوی و.

د نيويارک ښار په ټايمز څلور لارې کې د موټر بم د بالقوه چاودنې تر ګنګوسو وروسته دغه څلورلارې ديکشنبې پر ورځ بېرته سيلانيانو ته پرانيستل شوه.،

د دغې ادعاشوې چاودنې تر شنډولو وروسته امريکايي چارواکو د ترهګرۍ عمل وباله خود يوې ډلې يا کس نوم يې تر اوسه نه دی اخيستی.

د نيويارک پوليس وايي چې که دا بريد ترسره شوی وای نو ددغه ښار زړه به يې ور لړزولی وای.

ټايم سکوېر ته دشنبې پر ماښام ګڼ شمېر خلک په مېله راوتلي ول چې د چارواکو په وينا د ويټنام دجنګ يوه پخواني عسکر پوليسو ته دهغه ولاړ موټر خبر ور کړی و چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي ول.

هغه وويل : (( زه چې راوګرځېدم دلته پردې ګونج کښېناستم نو چالان موټر مې وليد چې کيلۍ پکې دي. ماته پوليس راغلل او ويې پوښتلم چې دا موټر ستا دی؟ ما ورته وويل چې نه ، زما نه دی. تر دې وروسته له موټر څخه دود پورته شو. دوې درې دقيقې وروسته مي يو اواز واورېد او تور دود ولاړ شو، هرچا ځغاستل او ما هم منډه کړه.))

چارواکي وايي چې د دغو چاودېدونکو توکو شنډولو څو ساعته وخت و نيو.

د نيويارک د پوليسو مشر رې کيلې وويل چې پوليس د هغې ويډيو په اړه پلټنه کوي چې موټر ته نژدې يو څلوېښت کلن سپين پوستی سړی پکې ليدل کېږي.

که څه هم د طالبانو يوه بم جوړونکي پر انټرنيټ ادعا کړې چې د ټايمز په څلور لارې کې په موټر کې بم دوی ايښې و چې د مجاهدينو د وژلو غچ واخلي خو په دې اړه داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي چې ددغې ادعا پخلی وکړي.

دغه راز هغه برېښناليک هم څېړل کېږي چې يوې سيمه ييزې رسنۍ ته ددې بم د مسووليت اخيستلو لپاره استول شوی دی.

خو په اسلام اباد کې د اسوشيټيډ پريس په نامه امريکايي خبري اژانس خبر ورکړی چې د پاکستان طالبانو د دغه ادعا شوي بريد دجوړولو کړنلاره منلې او ويلي يې دي چې دا کار يې په مسلمانو هېوادونو کې د امريکا دلاس وهنيې او په تېره ميلادي مياشت کې په عراق کې د القاعدې د دو مشرانو د مرګ په بدل کې د غچ اخيستلو په نيت کاوه.

د امريکا د کورني امنيت وزير په يوه امريکايي ټلوېزون اين. بي. سي کې وويل چې په هغو ثبوتونو او د ګوتو په نخښو کې چې د دغه موټر څخه لاس ته راغلي پلټني رواني دي.

ده وويل: ((د موټر لمبر پلېټ او په خپله د موټر او هغوسرچينو په اړه پلټنه کووچې چاودېدونکي توکي ورڅخه راغلي دي ، ذغه راز د ګوتو نښانونه او هغه دوديز شيان چې ليدل او لوستل کېږي، پر ټلوېزون يې پلټو. تاسي ته مالومه ده چې د نيويارک په ښار کې ډېرې زياتې ويډيويي کمرې نصب دي.))

ټايمز سکوېر د نيويارک په ښارکي بې ساری ګرانه سيمه ګڼل کېږي.

دسيلانيانو د ساتېري د ډول ډول مرکزونو ډک ځای دی.

امريکايان دغلته زېږديز کال نمانځي او همدارنګه د امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز پخوانی اونو د فتر دواړه په ټايمز سکوېر کې دي.

په ټايم سکوېر کې تر ټولو نوې او ښايسته ودانۍ د امريکا پوځ ته دجلب مرکز دی چې پر افغانستان باندې د امريکا تر يرغل وروسته جوړه شوې او دوه واري ، پرې دلاسي بمونو بريدونه شوي دي.