بې پولې خبريالان: د افغانستان نا امني رسنيو ته ګواښ دی

ورځپاڼې
Image caption بې پولې خبريالانو وايي که څه هم په دې وروسيتو کلونو کې په افغانستان کې رسنيو و ده کړې خو لا يې هم نا امني پر وړاندې يو لوی ګواښ دی .

نن دوشنبه د رسنيو د ازادۍ نړيواله ورځ ده. دغه ورځ له تېرو ١٧ کلونو راهيسې هر کال د خبريالانو او رسنيو د دفاع او د بيان د ازادۍ د پرمختگ په موخه نمانځل کېږي.

سږکال ددې ورځې په رارسېدو د خبريالانو د دفاع يو شمېر ټولنو ويلي چې په نړيواله کچه د رسنيو ازادي او د خبريالانو کارونه تر گواښ لاندې دي او بايد ورته پاملرنه وشي.

په دې نامه د يوې ورځې د ځانگړي کولو موخه په نړيواله کچه د رسنيو د ازادۍ ارزښت ته د خلکو او چارواکو پام اړول او د هغې درناوى ښودل شوى دى.

سږکال د مې درېيمه داسې مهال نمانځل کېږي چې په ټوله نړۍ کې د رسنيو د ازادۍ په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.

د بې پولې خبريالانو په نامه د رسنيو د دفاع د ټولنې يوه چارواکي رضا معيني چې د افغانستان، ايران او تاجکستان په برخه کې کار کوي بي بي سي ته وويل په دغو هېوادونو کې هم د رسنيو د کارونو پر وړاندې خنډونه موجود دي او بايد غم يې وخوړل شي.: ((په ټوله کې په نړيواله کچه د رسنيو د ازادي حالت ښه نه دى.

په دې سيمه کې هم ځينې هيلې او نهيلۍ شته چې په ځانگړې توگه د ايران نوم يادولاى شو. دغلته همدا اوس زيات شمېر خبريالان او وېبلاگ ليکونکي بنديان دي.

له تېر يوه کاله راهيسې په نوموړي هېواد کې له شلو ډېرې ورځپاڼې بندې شوې او د محمود احمدي نژاد حکومت چې موږ ورته د رسنيو دښمن نظام وايو پر رسنيو فشار راولي.

د افغانستان حالت بيا له ټولو ستونزو سره سره له ايران سره توپير لري.

په نوموړي هېواد کې له نېکمرغه د رسنيو دا زادۍ په اړه بېړني گامونه اخيستل شوي او هېڅ کوم خبريال په بند کې نشته، خو خبريالان د حکومتي چارواکو لخوا ځورول کېږي او د رسنيو قوانين روښانه نه دي. ))

که څه هم په افغانستان کې دننه د ٢٠١٠ کال په اوږدو کې د رسنيو د ازادۍ په هکله تر دې مهاله کوم ريپوټ نه دى خپورشوى خو ٢٠٠٩ کال د خبريالانو لپاره تر ټولو ستونزمن کال بلل شوى و.

د نى په نامه د خبريالانو د دفاع يوې ټولنې د ريپوټ له مخې په ٢٠٠٩ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٨٥ پېښې ثبت شوې چې د ٢٠٠٨ کال په پرتله يې په سلو کې ٧٠ ډېروالی ښود.

د دغه ريپوټ له مخې په ٢٠٠٩ کال په افغانستان کې درې خبريالان وژل شوي، څلور ټپيان شوي، ٤٢ تنه بندي يا تښتول شوي او ٢١ تنه هم وهل ډبول شوي دي.

خو ددې ټولو ترڅنگ د بې پولې خبريالانو ټولنه په افغانستان کې د رسنيو ازادي د ايران، تاجکستان او داسې نورو گاونډيانو په نسبت ښه بولي.

ددغې ټولنې يو چارواکى رضا معيني وايي چې دا مهال وسله والې ډلې او نا امنۍ د افغانستان پر ژورناليزم او خبريالي ډېر سيورى غوړولى دى : ((دا مهال په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ دښمنان طالبان، وسله والې ډلې او په ځانگړې توگه هغه ورانکاري او قاچاق وړونکي دي چې د خبريالانو پر وړاندې يې دريځ نيولى دی .

همدا اوس دوه فرانسوي خبريالان او د هغوى همکاران له طالبانو سره بنديان دي.

تېرکال هم په دغه هېواد کې د خبريالانو نيونه، ځورونه او سپکاوى شوى دى. ))

افغان حکومت او په ټوله کې نړيواله ټولنه د رسنيو او بيان ازادي په افغانستان کې د تېرو څو کلونو نوې واکمنۍ يوه لوىه لاسته راوړنه بولي.

د افغانستان اساسي قانون او د رسنيو قانون هم د مطبوعاتو ازادي يو مهم اصل بللى، خو له دې ټولو سره سره ځينې وخت چارواکي د هغه څه له امله چې د رسنيو لخوا د يادو شويو قوانينو ترپښولاندې کول او د خبريالانو لخوا د چارواکو د زور کارونه بلل کېږي د ځينو رسنيو پر وړاندې گام پورته کوي، چې دغه کار په افغانستان کې د نوې راټوکېدلې خبريالۍ په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.