نور مهمند: د وزګارتيا د راکمولو تګلاره مو جوړه کړې

Image caption په افغانستان کې دا مهال کاري فرصتونه ډېر لږ دي او که شته هم، کارګر اړ دي چې ډېر سخت کارونه د وزګارتيا له وېرې په ډېرو لږو پيسو وکړي.

ددغه پلان برابرونکى او عملي کونکى د حکومت د کار او ټولنيزو چارو وزارت دى چې وايي د دولت له پرېکړې سره سم يې دکارکولو او کارموندلو تگلاره جوړه کړې ده.

دغه وزارت وايي د ملگرو ملتونو تر ارزونې وروسته به خپله دغه تګلاره پلې کوي.

د کار او ټولنيزو چارو د وزارت مرستيال واصل نورمهمند وايي د دغې تگلارې پر بنسټ گڼې دولتي ادارې لکه د کرنې ، سوداگرۍ او د کليو د پراختيا وزارتونه او ښاروالۍ ته دندده سپارل شوې چې له دوى سره وزګارو کسانو ته د کار په موندلو کې همکاري وکړي .

د ښاغلى مهمند باور دادى چې ددغې ستراتېژۍ په عملي کېدو سره به په افغانستان کې د بېکارۍ کچه په سلو کې تر ٥٠ پورې را کمه شي .

ښاغلى مهمند وايي په څو ورځو کې به د پلازمينې له يو زيات شمېر واټونو څخه هغه کسان راغونډ کړي چې د مزدورۍ د موندلو په نيت ولاړ دي.

دده په وينا دغه کسان به د هغوی د مسلکونو او مهارتونو تر معلومولو وروسته خصوصي شرکتونو اوبېلابېلو دولتي ادارو ته دکار ورکولو لپاره ور وپېژني.

ښاغلى مهمند وايي : (( هغه کسان به ، چې ماهر نه دي د کار او ټولنيزو چارو د وزارت د فني اوحرفوي زده کړو په مرکزونو کې شامل کړو چې يو څه زده کړي چې په مار کيټ کې کار ومومي. ))

پردې سر بېره په دغې نوې برابره شوې تگلاره کې دکارگرو د ورځنۍ تنخوا کموالي ، دکاري ساعتونو ډېروالي او د کارگرو دکار د خونديتوب لپاره هم لارې چارې سنجول شوې دي .

دا په کور دننه وزګارو کسانو ته د کار موندلو د خپل ډول لومړنۍ هڅه ده چې افغان چارواکي فکر کوي ښې پايلې به ولري .

د کار او ټولنيزو چارو وزارت څو کاله وړاندې هم ورته پلان اعلان کړى وو چې غوښتل يې ماهر او په کار پو ه افغان کار گر عربي او ځينو نورو بهرنيو هېوادونو ته د يوه تړون پر بنسټ د کار لپاره واستوي .

خو هغه پلان ځکه بريالى نشو چې په افغانستان کې په خپله مسلکي او په يوه فن يا حرفې پو ه کار گر ته اړتيا ډېره ليدل کېږي .

همدا اوس اوس له گاونډي پا کستانه زرگونه او د ځينو رپوټونو له مخې ان لسگونه زره کسان افغانستان ته د کار لپاره راغلي چې ډېر يې په ساختماني برخو کې بوخت دي .

په افغانستان کې د وزګارو کسانو دقيقه شمېره تر اوسه نه ده معلومه خو افغان ادارې وايي ميليونونه کسان يا بيخي کار نه لري او يا هم اوږد مهاله کار نه لري چې له همدې امله په لويه کچه د کم عايد لرونکي ځوانان د گاونډي ايران پر لور د کار موندلو په موخه ورمات دي .