کابل: د ايران پر ضد بل لاريون وشو

لاريون
Image caption په کابل کې د ايران پر ضد شوي لاريون چې شاوخوا نيمايي برخوال يې مېرمنې وې له ايرانه يې وغوښتل چې د افغانانو اعدامو او ځورول و دروي.

په پلازمېنه کابل کې سلګونه کسانو د ايران له لوري د افغانانو د اعدامولو او ځورولو په مخالفت کې د ايران د سفارت مخې ته لاريون وکړ .

لاريون د ملي پيوستون په نوم د يوه ګوند له لوري رابلل شوی و چې شاوخوا نيمايي برخوال يې مېرمنې وې .

دوی دايران د ايراني چارواکو پر ضد شعارونه ورکول او هغوی يې (( قاتلان )) بلل.

دغه راز د وی په افغانستان کې د ننه هم يو شمېر کسان او کړۍ وغندلې او هغوی يې دلته د ايران د ګټو ساتندويانې وبللې.

لاريونکونکي د هغو اعدامونو او ځورونو له امله خواشيني او غوسه ول چې په دې وروستيو کې يې په اړه په رسنيو کې ګڼ ريپوټونه خپاره شوي دي.

که څه هم د ايران حکومت تر اوسه پورې د افغانانو اعدامونو او ځورونې نه مني ، خو د افغانستان د ولسي جرګې ځينې غړي وايي ، له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې په ايران کې لسګونه افغانان اعدام شوي دي .

د روانې اونۍ په سر کې د افغانستان ولسي جرګې هم په خپله عمومي غونډه کې د هغو راپورونو په اړه تود بحث وکړ ،چې ويل کېږي په ايران کې د افغانانو پر اعدام سربېره د اعدام شويو کسانو د بدن ځينې غړي هم ورڅخه جلاکوي .

له لويه سره د افغانستان په ولسي جرګه کې له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې په ايران کې د افغانانو د اعدام په هکله پرله پسې بحثونه او نيوکې روانې دي .

د بدن د غړو د پرېکولو او د افغانانو د اعدام مسلې له څه مودې راهيسې دافغانستان په رسنيو کې هم په پراخه کچه راسپړل شوې دي .

دغه راز ولسي جرګې خو لا دا هم ويلي چې په دې وروستيو کې په ايران کې د يو شمېر افغانانو کورنه هم سوځول شوي او د کورنيو نارينه يې د پوليسو له لوري نيول شوي او بنديان شوي دي.

لاريون کوونکو له ايران څخه و غوښتل چې نور د افغانانو اعدامول او ځورول بس کړي خو ويل يې : (( له افغان حکومته ځکه څه نه غواړو چې هغه نه څه کولای شي او نه يې کوي او کنه په دې دومره وخت کې يې بايد دغې مسلې ته جدي پام کړی وای .

څو مياشتې وړاندې د اسې راپورونه خپارل شول چې ايران خپله پوله د افغانانو پر مخ پرانستې ده او هر چا ته د ورننوتلو اجازه ورکوي .

دغه راز دا اوازې هم تودې وې چې ايران ګواکې د خپلو ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې هم د افغان زده کوونکو پر مخ پرانستې دي .

خو په دې پسې لږ وروسته په ناڅاپي توګه د افغانانو د اعدامولو او ځورولو اوازې تودې شوې .

تر دې مهاله د يو شمېر اعدام شويو افغانانو جنازې هم خپل هېواد ته را وړل شوې دي .

د مې پر دويمه هم په کابل کې دايران پر ضد ورته لاريون وشو او ترې ويې غوښتل چې د افغانانو اعدامول او ځورول و دروي .

له لاريونه وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ايران سفير ور احضار کړی و چې په ايران کې د افغانانو د اعدام او ځورولو د ادعاو په اړه ورته ځواب ووايي .

د بهرنيو چارو وزارت وياند ظاهر فقير وايي په دې اړه يې ايراني سفير ته خپله اندېښنه په ډاګه کړې او هيله لري چې هغه به يې خپل حکومت ته ورسوي.

خو ددې کار په ځواب کې په ايران کې د افغانستان د سفارت چارواکي ور احضار کړي ول چې ولې په کابل کې د ايران ضد هڅې کېږي .

له بلې خوا ايران تر اوسه پورې نه د لاريون کوونکو او نه هم د و کيلانو هغه ادعاوې منې چې ګنې ګڼ شمېر افغانان په هغه هېواد کې اعدام شوي دي .

بي بي سي پښتوپاڼې هڅه وکړه چې د نوي لاريون د غړو د ادعاو د ځواب لپاره د ايران د سفارت غبرګون ولري خو بريالۍ نه شوه .