د يونان مشران وايي هېواد يې د کړکېچ پر لور درومي

Image caption دا په يونان کې د حکومت د هغو ګامونو پر ضد لاريونونه دي چې حکومت يې د پيسو د سپما لپاره اخلي .

د يونان ولسمشر وايي هېواد يې د پاڼ پر ژۍ ولاړدی. کارولوس پاپولياس داخبره ترهغه وروسته وکړه چې له تاوتريخوالي په ډکولاريونونوکې درې تنه ووژل شول.

لاريونونه دهغواقداماتوپرضد شوی ول، چې حکومت يې دپيسودسپما لپاره پرځای کوي اوپه دې توګه د نړيوال پور د بېرته ورکړې لپاره ځان ته شرايط چمتو کړي.

د يونان په پارلمان کې لومړي وزير جورج پوپاندريو د تاوتريخوالي اومرګ مسولين وژونکی وبلل : (( هر هېوادوال د لاريون حق لري خو هېڅوک د تاوتريخوالي حق نه لري، په ځانګړې توګه داسې تاوتريخوالی چې زموږد هېوادوالو د وژنې سبب شي. لاريون يوشی دی او وژنه بل شی. موږ د وژل شويو له خپلوانوسره په دې غم کې شريک يو او وژونکي به ومومواوبايدهغوی ځواب ووايي.))

داروپايي هېوادونو مشرانو په يونان کې د مالي بې ثباتۍ په اړه له خپلې کرنسۍ (يورو) دفاع کړې ده اووايي چې دوی به پرېنږدې چې يوروکمزورې شي.

د يونان مشرانو او ځينو اروپايي مشرانو ويلي د داسې شرايطو رامنځ ته کول د احتکارچيانو کاردی .

د اروپايي ټولنې کمشينر خوسې مانويل باروسو وويل : ((اروپايي ټولنه به هرڅه وکړي چې ډاډمنه شي، مالي مارکيټونه د محتکرينو لپاره د لوبو ډګر نه دی. ازادمارکيټونه د بريالۍ اقتصاد چلوونې بنسټ جوړوي، خو ازاد بازار هم اصولو او قوانينوته اړتيالري. بې مسوليته چلند هغه څه په خطرکې اچوي چې بايد په خطرکې نه وي. ))

د ډېرو په باور يونان اوس په سخت اقتصادي حالت کې دی اوښايي د پورپه بېرته ورکولوکې پاتې راشي.

اوس پام د اروپا نورو هغو هېوادونو ته اوښتی چې پوروړي دي اوکمزوری اقتصاد لري. پورتګال او اسپانيا په زيات خطرناک حالت کې برېښي.

ايرلنډاو ايټاليا هم د اندېښنې وړ ښکاري. که له دغو هېوادونو څخه هر يو د يونان حالت ته ور واوړي نو ښايي يورو له پښو وغورځي.

ځيني کارپوهان خو لا دا وايي چې د اروپايي ټولنې لپاره به د اسپانيې ژغورل ځکه ګران وي چې دې ټولنې همدا اوس د يونان له اقتصادي ژغورنې سره زياتې ژمنې کړې دي.