بريتانيا افغان پوليسو ته ۶ چورلکې ورکړې

افغان پوليسو ته ورکړل شوې چورلکه
Image caption بريتانيا وايي دغه چورلکې يې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو ته ددې لپاره ورکړې چې مبارزه يې لا اغېزه ولري .

د بريتانيا لخوا د مرسته شويو شپږو، مي ١٧ ډوله چورلکو په ورکولو سره له نشه يي توکو سره د مبارزې افغان پوليس د ١٩ چورلکو خاوندان شول.

دغه پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي او د چارواکو په وينا د همدغه وزارت هوايي قطعه هم اداره کوي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال جنرال داود وايي نوې چورلکې به له نشه يي توکو سره د مبارزې ترڅنگ د پوليسو د هرډول اړتياو لپاره کارول کېږي: (( زموږ دغه هوايي ځواک به نه يوازې دا چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې فعاليت کوي بلکې له ترهګرۍ سره د مبارزې او داسې نورو چارو په برخه کې به دپوليسو په واک کې وي او د کورنيو چارو وزارت هر وخت کولای شي له دغو چورلکو څخه ګټه واخلي. ))

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هوايي قطعه د امريکا او بريتانيا لخوا تموېلېږي چې دامهال ٢٣٢ غړي لري.

د شپږو چورلکو د سپارلو پرمهال له دغې قطعې سره هغه ٣٦ تنه پيلوټان او هوايي انجنيران هم يوځاى شول چې په بريتانيا او امريکا کې يې لنډمهالې او اوږدمهالې زده کړې کړي دي .

په کابل کې د بريتانيا سفارت وايي، د ورکړل شويو چورلکو او لسگونو کسانو د روزلو ترڅنگ يې تر دې مهاله له نشه يي توکو سره د مبارزې له پوليسو سره د ميليونونه ډالره پيسو مرسته هم کړې او له دې وروسته به هم د بېلابېلو تجهيزاتو، وسايطو او مياشتنيو معاشونو په اړه د دوى ملاتړ وکړي.

ددغه سفارت مرستيال ټام داد وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزه ډېر کار ته اړتيا لري چې بايد په گډه وشي: (( نشه يي توکي او ناامنۍ دوه هغه ستونزې دي چې اوسنی افغانستان ګواښي او بايد پر وړاندې يې په ګډه مبارزه وشي .

په تېرو دووو کلونو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې شوې چې بايد دوام وکړي . ))

په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه ډېره نيوکه داده چې گنې بهرني ځواکونه نه دي په کې شامل يا هم په دې اړه له افغان ځواکونو سره مرسته نه کوي.

خو له کورنيو چارو وزارت سره د بريتانيا وروستۍ مرستې او په دغه وزارت کې د يوې هوايي قطعې په پښو درول ددې ښکارندويي کوي چې بهرني هېوادونه هم غواړي د نشه يي توکو په مخنيوي کې خپل رول ادا کړي مګر د افغان ځواکونو د پياوړتيا له لارې ، نه په مخامخ ښکېلتيا.