د نيمروز والي :د طالبانو په بريد کې 6 تنه ووژل شول

Image caption د نيمروز چارواکي وايي چې تر دې مهاله جګړه روانه ده او شونې ده چې زيانونه زيات شي.

د نيمروز والي غلام دستګير ازاد وايي ددغه ولايت په مرکز زرنج ښار دولايت، محکمې او ولايتي شورا پر ودانيو د طالبانو بريدونه پای ته رسېدلي دي .

ده وويل د چهارشنبې د ورځې پر سهار نهو ځانمرګو بريدګرو په ډله ييزه توګه پر يادو شويو ودانيو يرغل وکړ، چې وروسته ټول د امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شول.

د ښاغلي ازاد په وينا په بريدونو کې يوه د ولايتي شورا وکيله ګل مکۍ او پېنځه پوليس وژل شوي او يوازې پېنځه پوليس نور ټپيان شوي دي .

نوموړی وايي: (( دا ډېر پلان شوي بريدونه ول . ))

خو د طالبانو وياند قاري يوسف تر دې مخکې بي بي سي ته ويلي ول چې ولايت يې ته شپږ ځانمرګي ننيستلي چې د لوړ پوړ چارواکو په ګډون يې اتلس تنه وژلي دي .

دا د طالبانو د ډله ييزو وسلوالو بريدونو د لړۍ وروستۍ کړۍ ده.

تر دې وړاندې يې په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ورته بريدونه کړي دي .