ولسمشر کرزي د زده کوونکو مسمومول وغندل

Image caption که د چارواکو له معلوماتو سره سمې د درخانۍ د ليسې نجونې مسومې شوې وي نو دا د هغه ګواښ دوام په ګوته کوي چې د ناڅرګندو کړيو له لوري زده کوونکو ته متوجه دی.

افغان ولسمشر په کابل کې دنجونو د يوه ښونځي د يو شمېر زده کونکو مسمومول په کلکه غندلي اودا يې غير اسلامي او شرمونکى کار بللى.

د سې شنبې پر ورځ سهار د کابل د کارته مامورين سيمې د درخانۍ په ليسه کې شوې ده چې د يوه ملازم او ښوونکو په ګډون شاوخوا شل نجونې بې هوښه شوې وې .

مسومې شوې وروسته روغتونونو ته رسول شوې او دعامې روغتيا چارواکو يې د روغتيا ډاډ ورکړی دی .

د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې ويناپاڼه کې دا يو ډول مضر ګاز بللی دی خو تر اوسه پورې يې په اړه ډېر معلومات نه دي راڅرګند شوي .

ولسمشر کرزي د پېښې د غندلو تر څنګ امنيتي ادارو ته لارښونه کړې چې ددغه کار عاملين ونيسي .

د پوهنې وزارت وايي چې په دې اړه يې څو مشکوک کسان نيولي چې د ښوونځي څنګ ته يوه ودانۍ کې يې ګاز خوشې کړی و.

د وزارت په وينا اوس به امنيتي ادارې په دې اړه نورې پلټنې کوي چې د پېښې انګېزه او لامل څه و.

خو دعامې روغتيا وزارت وايي چې نجونې په ګاز نه بلکې د قيرو په بوی بې هوښه شوې وې .

په دې وروستيو کې دا څو يم ښونځى دی، چې نجونې پکې مسمومې کېږي .

تر دې وړاندې په کوندو ز کې او تېر کال په پروان او کاپيسا ولايتونو کې دغه ډول پېښې را منځ ته شوې وې .