افغان چارواکي: سېلابونو 65 تنه مړه کړي دي

Image caption چارواکي وايي سېلاب ځپلو سيمو او بې کوره خلکو ته به ژر د مرستو لړۍ پيل کړي .

له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي سېلابونو په بادغيس، هرات، جوزجان، سرپل، غور او بغلان ولايتونه کې خلکو ته د سر پر زيان سربېره درانه مالي زيانونه اړولي دي.

د سختو سېلابونو لړۍ له څو ورځو راهيسې پيل شوې ده چې د هرې ورځې په تېرېدو سره يې زيانونه هم زياتېږي .

د بادغيس د والي وياند شريف الدين مجيدي وايي له دې سره سره چې ددغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته سخت زيان اړولی خو سېلاب ځپلو ته تر اوسه پورې مرستې نه دي رسېدلې: ((دا سېلابونه د بادغيس د بالا مرغاب ولسوالۍ په درې څلورو سيمو کې راغلي او 34 کسان يې مړه کړي دي .

حکومتي چارواکو په خپلو کې بېړنۍ غونډه کړې او پرېکړه يې کړې چې د شنبې پر ورځ د يونيسف لخوا برابرې شوې مرستې د هوا له لارې سيمې ته ورسوي. ))

د بادغيس د ګاونډي ولايت هرات د اوبې ولسوالۍ هم سېلابونو ځپلې او د چارواکو په وينا تر شلو زيات کسان يې مړه کړي دي چې د ځينو مړي لا تراوسه نه دي موندل شوي.

د هرات د سرې مياشتې مشر نورالدين احمدي چې په خپله سيمې ته ورغلی له سېلابه وروسته د خپلو سترګو ليدلی حال داسې بيانوي: ((موږ چې اوبې ته راورسېدو نژدې 25 کسان مړه شوي ول، د 14 کسانو جنازې وې خو د ځينې نورو مړي لا تراوسه نه دي موندل شوي. وضعيت ډېر بد و، نژدې 300 کورونه وران شوي دي. بده پېښه هغه وه چې د يوې کورنۍ 7 کسه وژل شوي ول چې درې يې ماشومان ول، مور يې مړه شوې وه پلاريې که څه هم ژوندی دی خو روانې ناروغي ورته پيدا شوې ده.))

خو دا يوازې هرات او بادغيس نه دي چې سېلابونو ځپلي او د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې د سيمې خلک له مالي پلوه هم زيانمن کړي دي بلکې د هېواد په يو شمېر شمالي ولايتونو کې هم ورته حال دی .

د سمنګانو ولايت يو اوسېدونکی مبارک شاه وايي دغلته راوتلو سېلابونو له نورو کليو سره د دوی د سيمې اړيکی شلولی دی: ((زه چې سيمې ته ورغلم حالت ډېر د اندېښنې وړ و، د يو- دوو کورنو ماشومان مو راوويستل، ځينې د غره خواته تللي ول، خو ځينې خلک او س هم په خپلو کورونو کې پاتې دي. سېلاب ډېر مالي زيانونه رااړولي، له نورو نه يو خبر چې څه حال به يې وي، دې خواته هم سېلاب دی، بر بازار ته چې هلته روغتون دی څوک نشي تللای، سېلاب سره بېل کړي يو او همدا اوس هم سېلاب روان دی. ))

له پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر عبدالمتين ادارک وايي له بېړنۍ غونډې وروسته يې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې سېلاب ځپليو ته د مرستو بهير ګړندی کړی دی: ((65 کسان مړه شوي او ټپيان هم ډېر دي خو کره شمېرې يې له موږ سره نشته، 2500 کورونه يې ويجاړ کړي دي. دغه مرګ ژوبله تر ډېره د هرات، غور، بادغيس، فارياب، جوزجان، دای کندی، بغلان او باميانو ولايتونو کې وه. ))

په افغانستان کې پسرلی د بارانونو موسم دی خو ستونزه دا ده چې هر کال په دغه موسم کې سېلابونه راځي اوخلکو ته د سر و مال زيانونه اړوي .

کارپوهان وايي په افغانستان کې د سېلاوونو له امله د مرګ ژوبلې د زياتوالي يو مهم لامل خام کورونه دي چې د زلزلې او سېلابونو په څېر طبعي پېښو پروړاندې ډېر نه شي ټينګېدای.