د عدليې وزارت: سياسي ګوندونو ته له سره د ثبت لپاره وخت لږ دی

کابل کې د يوه سیاسي ګوند لاریون
Image caption د افغانستان د ډيرو سیاسي گوندونو په اړه ويل کيږي چې ولسي ريښې نه لري او د ځينو ځانگړو موخو لپاره جوړ شوي دي.

د افغانستان د عدليې وزارت د هيواد سياسي گوندونو ته خبردارى ورکړى چې د يوې مياشتې ه موده کې د سياسي گوندونو له نوې قانون سره سم له دغه وزارت سره ځانونه له سره ثبت او راجستر کړي .

د نوي قانون له مخې د دې کار لپاره د نهو مياشتو مهلت ټاکل شوى وو چې اوس يې اته مياشتې تيرې شوې او د غبرگولي جوزا ١٥ نيټه يې وروستۍ ورځ ده.

د دغه وزارت چارواکي وايي ‎ تر دې مهاله ايله يوه گوند د نوي قانون په رڼا کې ځان له سره ثبت کړى دى. د وزارت چارواکو دا خبرداری هم ورکړی چې که سیاسي ګوندونه د ټاکل شوي مهلت د ننه څانونه له سره ثبت نه کړي، نو دفعالیت جواز به ترې واخيستل شي .

د نوي قانون له مخې د سیاسي ګوندونو د ثبت او راجستر اصلي هدف وار له مخه د ثبت شویو سیاسي ګوندونو د وړتیا ارزول یادیږي.

د همدې لپاره د نوي قانون له مخې هر سیاسي ګوند اړ دی چې د خپلو پلویانو لږ ترلږه لس زره تذکرې يا پېژندپاڼې راټولې کړي او پر مټ يې ځانونه له سره ثبت کړي.

د پخواني قانون له مخې یو سیاسي ګوند د فعالیت د جواز د اخیستو لپاره يوازې د ۷۰۰ تذکرو یا پېژندپاڼو راټولو ته اړتیا درلوده.

د ډېرو په نظر پخواني شرايط خورا اسان وو او د خلکو په منڅ کې د يوه ګوند د ملاتړ اصلي کچه ترې نه مالومېده .

همدغه اسانتیا له کوم څرګند اغېز پرته د سیاسي ګوندونو د شمېر د ډېروالي لامل ياديږي.

داسې چې د همدغو اسانو شرايطو پر مټ د پخواني قانون له مخې د عدليې له وزارت سره د ثبت شوو سیاسي ګوندونو شمېر ۱۱۰ ته رسېدلی، دا په څرګنده د کميت له اړخه اوچه شمېره ده ، خو په عمل کې د سياسي ګوندونو اغېز د هغوی د کميت پرتله خورا ناڅيزه اروزل کېږي.

په قانون کې دغو ۱۱۰ ثبت شويو گوندونو ته نهه مياشتې وخت ورکړل شوى و چې د نوي قانون له غوښتنو سره سم بيا ځانونه ثبت کړي،ددغې مودې له اتو مياشتو ډير وخت تير شوي او د جوزا ١٥ يې وروستۍ نيټه ده.

خو د عدليې وزارت د سياسي گوندونو د ثبت او انسجام د ادارې مشر محمد ناصر حافظي وايي چې تر اوسه ايله يوه سياسي گوند ور سره د نوي قانون په رڼا کې ځان ثبت کړى دى:

((تر اوسه يو سياسي گوند ثبت شوى دى،او د لسو نورو گوندونو د ثبت چارې روانې دي که سياسي گوندونه تر ټاکلې مودې ځانونه ثبت نه کړي جوازونه به يې نا چله شي.))

ښاغلي حافظي دا هم وويل چې کوم گوندونه ځانونه ثبتول غواړي بايد چې د افغانستان له ٣٤ ولايتونو نه غړي ولري، او د ګوند د مشر عمر هم بايد له ۲۵ کلونو لږ نه وي.

د افغانستان د ډيرو سیاسي گوندونو په اړه ويل کيږي چې ولسي ريښې نه لري او د ځينو ځانگړو موخو لپاره جوړ شوي دي.

ورته مطالب