د ځـــوانیــمرګ خبــریال انــځور

عبدالصمد روحاني
Image caption کارولاین وایي زما مور که څه هم چا نه ده وژلې، خو په دې وپوهېدم چې په جګړې او ترهګرو بریدونو کې د یوه خپل خپلوان وژل کېدل څومره ګران دی.

څه موده وړاندې د بی بی سی پښتو او فارسي څانګې د خپل یوه ځوانیمرګ خبریال چې دوه کاله وړاندې په نا آرامه سویلي ولایت هلمند کې ووژل شو، یو انځور د ډالۍ په توګه ترلاسه کړ. د ځوانیمرګ عبدالصمد روحاني انځور.

ښایي د دې ډالۍ په زړه پورې ټکی دا وي چې د دې هنري پنځونې انځورګرې کارولاین جین کله هم عبدالصمد روحاني نه و لیدلی، خو د نوموړي له وژل کېدو څه موده وروسته دا هلمند ته ورغله او د صمد روحاني د مرګ په اړه ډاروونکي کیسه یې له هغو کسانو واورېده چې ښاغلی روحاني یې پېژانده، دا هغه کیسه وه چې نوموړې ته ډېر زړه بوږونونکې وه.

کارولاین وایي هغې په عراق کې ډېره موده له خبریالانو سره نژدې اړیکې درلودې او پوهېږي چې د جګړې له لیکې او د جګړې له چاپېریال نه د رپوټ ورکول څومره ستونزمن دي.

کارولاین څه موده د اړیکو د سیاست د کارپوهې په توګه د برتانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده ترسره کوله او ډیر سروکار یې د پاکستان په څېر هېوادونو سره و چې تاوتریخوالی د یوې مهمې ننګونې په توګه په کې پېژندل کېږي.

کارولاین د ډیپلماتیکو کارونو ترڅنګ د خپلو نوښتونو او هنري پنځونو لاره هم پرې نښوده. د نوموړې د کارونو یو نندارتون د Brithish Council په ملاتړ په اروپا او کې اسیا کې هم جوړ شوی دی.

Image caption کارولاین وایي تر دې وړاندې چې مور یې مړه شي، په وار وار نا امنو سیمو ته یې سفرونه کړي، اسراییلو، سریلانکا او عراق ته تللې او په نا امنو سیمو کې یې د ژوند خوند څکلی دی.

د ځوانیمرګ روحاني انځور د هغو انځورونو له ډلې یو دی چې په 2006 میلادي کال کې د (د نني جنګ قصیده ویونکو - کلکسیون) یا د جګړې خبریالانو په نامه ونومول شول.

دغه هنري اثر تر دې وړاندې چې په بوش هاوس کې د نوموړي ملګرو ته ورکړل شي، د برتانیا په یو شمېر نندارتونونو کې هم د بي بي سي د هغو خبریالانو ترڅنګ چې وژل شوي دي، نندارې ته اېښودل شوی دی.

کارولاین وایي تر دې وړاندې چې مور یې مړه شي، په وار وار نا امنو سیمو ته یې سفرونه کړي، اسراییلو، سریلانکا او عراق ته تللې او په نا امنو سیمو کې یې د ژوند خوند څکلی دی.

نوموړې وایي کله مې چې مور په یوه پېښه کې مړه شوه، نو زه په ریښتینې توګه پوه شوم چې د یوه خپل له لاسه ورکول څومره ګرانه ده او دا هغو کسانو ته چې خپل عزیزان د جګړو په سیمو کې له لاسه ورکوی، څومره ستونزمنه ده.

کارولاین وایي زما مور که څه هم چا نه ده وژلې، خو په دې وپوهېدم چې په جګړې او ترهګرو بریدونو کې د یوه خپل خپلوان وژل کیدل څومره ګران دی.

صمد روحاني د بي بي سي له پښتو او دري څانګې سره په هلمند کې کار کاوه او دوه کاله وړاندې په مرموزه توګه په دې ولایت کې ووژل شو چې مړی یې بیا وروسته وموندل شو.

د افغانستان پولیسو اعلان وکړ چې د روحاني د قاتلانو د موندلو لپاره هلې ځلې کوي خو تر اوسه هېڅوک هم د دې وژنې په تور نه دي نیول شوي.

تر اوسه روښانه نه ده چې چا یا کومې ډلې د صمد روحاني په وژلو کې لاس درلود.

خبریالان په افغانستان کې د ځان په وړاندې نا امني تر ټولو ستره ننګونه بولي، چې وایي په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.