د اريانا الوتکې د نسکورولو هڅه شنډه شوه

اريانا افغان
Image caption چارواکي وايي د نيول شوي کس چې ظاهرآ يې د اريانا افغان الوتکې د نسکورلو نيت لارۀ انگيزه لا معلومه نه ده

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي له هغه کس څخه يې پلټنې پيل کړي چې ظاهرآ يې د اريانا افغان الوتکې د نسکورولو نيت لارۀ .

دغه کس د کابل – کندهار - مشهد په لور د اريانا افغان د پورته شوې الوتکې د الوتنې په ترڅ کې هڅه کړې وه چې يوه شيشه ماته کړي .

د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري بي بي سي ته وويل نورو سپرليو او امنيتي کسانو دغه کس کابو کړ او ويې نيوۀ.

د ښاغلي بشري په وينا اوس له نيول شوي کس څخه په کندهار کې پوښتنې کيږي چې د بريد انگيزه يې څه وه .

دا معلومه نه ده چې دغه کس په يوازې سر دا کار کاوۀ او که له کومې ډلې سره يې تړاو لارۀ .

د نيول شوي کس نوم نه دى په ډاگه شوى خو چارواکي وايي چې افغان و .

زمري بشري د بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې د اوس لپاره يوازې دومره ويلى شي چې نيول شوى کس د افغانستان د شمالي ولايتونو اوسيدونکى و .

دغه افغان چارواکي زياته کړه چې د کورنيو چارو وزارت اوس دا پلټنه هم پيل کړې چې د کابل له نړيوال هوايي ډگر څخه په څه ډول نيول شوي کس چاکو الوتکې ته پورته کړى دى .

په افغانستان کې په وروستي ځل د الوتکې د تښتولو بريالۍ هڅه د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې وشوه چې تښتونکو د اريانا افغان الوتکه تر لندنه ورسوله .

د هغې الوتکې ډيرو سپرليو او د الوتکې تښتونکو په لندن کې سياسي پناه غوښتې وه .