د سېلابونو له کبله د مړو شوو شمېر ۱۲۰ تنو ته وخوت

سېلابونه
Image caption په وروستيو څو ورځو کې دافغانستان په يو شمير ولايتونو کې د پرلپسې اورښتونو له کبله راوتلو سېلاوونو بې وزله افغانان له گڼو ستونزو سره لاس او گرېوان کړي دي.

افغان حکومت وايي د سېلابونو له کبله په ټول هېواد کې د وژل شويو کسانو شمېر ١٢٠ ته رسېدلى دى او په زرگونو کسان نور بې کوره شوي دي.

له طبعي پيښو سره د مبارزې ادارې چارواکو پر نړيوالې ټولنې له سېلاب ځپلو سره د بېړنيو مرستو د کولو غږ کړى .

چارواکي وايي د تر لاسه شويو راپورنو له مخې تر اوسه د افغانستان ١٣ ولايتونه سېلاوونو ځپلي دي او په لسگونو زره جريبه ځمکه يې ويجاړه کړې ده.

د حکومت له لوري وروستۍ ورکړل شوې رسمي شمېرې ښيي چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د سيلاوونو د راوتلو له امله د وژل شويو کسانو شمېره تر ١٢٠ پورته شوې.

له طبيعي پيښو سره دمبارزې اداره وايي سېلاوونو په زرگونو کسان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ کړي او د جوزجان ، فارياب او بغلان په ولايتونو کې يې په زرونو کورونه نړولي دي.

د دغې ادارې مشر عبدالمتين ادراک وويل تر اوسه د ځاني او مالي زيانونو بشپړه ارزونه نه ده شوې ، خو په وينا يې د ١٣ سيلاو ځپلو ولايتونو له ډلې غور، فارياب ، جوزجان ، بغلان ، داېکندي او باميانو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.

ده ووېل د سېلاوونو له کبله يو شمېر ولسواليو او لرې پرتو سيمو ته د ورغلو لارو د بنديدو له کبله د مرستو هڅې ټکنى شوي ، خو هېله يې وښوده چې ددې اوونۍ تر پايه به په ډېرو سيمو کې اړو خلکو ته مرستې ورسوي.

Image caption څو مياشتې وړاندې دې هم د سيلابونو له کبله يو شمېر افغا نانو ته مرگ ژوبله او مالي زيانونه واوښتل ، خو دغه زيانونه د اوس په پرتله کم وو.

ښاغلی ادراک وايي:'' زموږ لومړۍ هڅه داده چې لارې او سړکونه پرانستل شي ځکه په ځينو سيمو کې زموږ د مرستو هڅې د لارو د بندېدو له کبله له خنډونو سره مخامخ شوي او ورپسې به اړو خلکو ته د مرستې رسولو چارې گړندى شي. زه هېله من يم چې د اوونۍ تر پايه به په دې وتوانيږو چې ځپل شويو کسانو ته مرستې ور ورسوو.''

له طبعي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي پر نړېوالې ټولنې له ځپل شويو سره د مرستې غږ وکړ.

دوى ووېل په اوس وخت کې يوازې د خوراک نړيوال سازمان ( ډبليو، اف ، پي) او يو شمېر حکومتي ادارې له سېلاو ځپلو سره د خوراکي توکو او سرپنا په برخه کې مرستې کړي دي.

عام خلک د حکومت له لوري د مرستو د هڅو بهير پڅ بولي او د طبعي پيښو پر وړاندې د مبارزې پر ادارې نيوکه کوي چې د تېرو کلونو له تجربو سره سره لا هم د دې جوگه نه ده چې د طبعي پېښو پر مهال خلک پورته کړي.

خو دغه اداره وايي د دوى سترگې نړېوالو مرستو ته دي ځکه حکومت دومره وس نه لري چې له ټول سېلاو ځپلو سره اړينې او پر وخت مرستې وکړي.

په وروستيو څو ورځو کې د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې د پرلپسې اورښتونو له کبله راوتلو سېلاوونو بې وزله افغانان له گڼو ستونزو سره لاس او گرېوان کړي دي.

څو مياشتې وړاندې دې هم د سيلابونو له کبله يو شمېر افغا نانو ته مرگ ژوبله او مالي زيانونه واوښتل ، خو دغه زيانونه د اوس په پرتله کم وو.