چارواکي: ايران '۸۰ زره ' افغان کډوال وايستل

له ايرانه ويستل شوي افغان کډوال
Image caption ګاونډي هېواد ته ډیری بې روزګاره افغانان د کار د پیدا کولو په موخه ځي.

د افغانستان په لوېدیځ کې چارواکي وایي په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۸۰ زره افغان کډوال له ګاونډي ایران نه افغانستان ته شړل شوي دي.

چارواکي وایي څه د پاسه ۵۰ زره د نیمروز او شاوخوا ۳۰ زره تنه نور افغانان د هرات له لارې چې له ایران سره ګډه پوله لري، افغانستان ته راشړل شوي.

په نیمروز کي ولایتي چارواکي وایي ډېری افغان کډوال په ناڅاپي ډول تر نيول کېدو وروسته ويستل شوي او د ځینو د کورنیو غړي په ایران کې پاتې دي.

ايران نور افغان کډوال وايستل

د نیمروز د ګډوالو د چارو رییس امان الله سلطاني وایي د تېر کال د کب/حوت میاشتې له پيله د وري/حمل تر پایه ۳۵۰۰ کورنۍ په زور د نیمروز له لارې راشړل شوې.

ښاغلی سلطانی زیاتوی سربېره پر دې کورنیو په همدې دوو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰۰۰ مجرد کډوال هم له ایران نه وایستل شوي دي، چې په وینا یې په ټولیزه توګه په دې موده کې تر ۵۰ زرو زیات کسان په زور له ایران نه رایستل شوي.

ښاغلی سلطاني زیاتوي له ایران نه له زياتره راشړل شوو کسانو سره له دې چې پاسپورتونه يې نه لرل، خو کلونه کلونه په ایران کې اوسېدلي او هلته یې د استوګنې کارتونه هم چې د ایران دولت ورکړي وو، درلودل.

نوموړی وایي د یوشمېر افغان کډوالو کورنیو غړي په ایران کې پاتې دي او دوی په ناڅاپي توګه تر نیول کېدو وروسته راشړل شوي.

ښاغلی سلطاني وایي ډېری راشړل شوي کسان له دوی سره د ایراني مامورینو د نامناسب چلند نه شکایت لري:

'' د مهاجرینو له خولې نه خيرېږو چې د دوی سره بد چلند کیږي وهل کیږي، مالونه یې پاتې کیږي ځینې داسې کورنۍ شته چې نوره کورنۍ يې هلته پاتې کیږي یوازې یو کس یې راشړل کیږي.''

په هرات کې هم د کډوالو د چارو ریاست وایي چې د وري/ حمل د پیل نه تراوسه شاوخوا دیرش زره افغان کډوال د اسلام کلا له لارې له ایران نه راشړل شوي دي.

هغه افغان کډوال چې له ایران څخه راشړل کیږي معمولاْ د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کمشينرۍ په مرسته ۲۴ یا ۴۸ ساعته د هرات او نیمروز په کمپونو کې ساتل کیږي او بیا وروسته خپلو سیمو ته لیږدول کیږي.

Image caption هغه افغان کډوال چې له ایران څخه راشړل کیږي معمولاْ د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کمشينرۍ په مرسته ۲۴ یا ۴۸ ساعته د هرات او نیمروز په کمپونو کې ساتل کیږي او بیا وروسته خپلو سیمو ته لیږدول کیږي.

چارواکي وایي په راشړل شوو کډوالو کې هر هغه کس ته چې ډېر زیانمنونکي پېژندل کیږي، له ۱۰ تر ۲۵ ډالره هم ورکول کیږي.

زيږ چلند

دا په داسې حال کې ده چې د فاریاب یوشمېر اوسېدونکي چې په دې وروستیو کې له ایران نه راشړل شوي وایي په ایران کې د دغه هېواد مامورینو لخوا ورسره زيږ چلند شوی او دلته د افغانستان په نیمروز ولایت کې هم اوس بې برخلیکه پاتې دي:

'' یوه میاشت کېږي چې دلته سرګردانه یو څه پیسې مو چې درلودې ایراني مامورینو راڅخه واخيستې، ټلفونونه یې هم راڅخه واخيستل ویې وهلو اوس دلته نه دومره پیسې لرو چې خپل کور ته یې د تګ کرایه کړو اوس دلته دربدر پاتې یو.''

ګاونډي هېواد ته ډیری بې روزګاره افغانان د کار د پیدا کولو په موخه ځي.

ویل کېږي اوس شاوخوا دوه ميلیونه افغان کډوال په ایران کې شته چې ۹۵۰ زره تنه یې هلته د استوګنې کارتونه لري.

ډیری کارپوهان وایي تر هغو چې د افغانستان دولت د نړیوالې ټولنې په مرسته په دې هېواد کې د کار پراخه زمینې برابرې نه کړي، بیا به هم ډیری بې روزګاره کسان ایران په ناقانونه توګه د ورتګ هڅه وکړي.

ورته مطالب