افغانستان: د پوډرو په جوړولو کې کارېدونکي کيماوي ټوکي مه راپرېږدﺉ

زلمی افضلي
Image caption د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت وياند زلمی افضلي وايي د نشه يي توکو مافيا دومره ډېر کېميايي توکي برابر کړي چې تر کلونو پورې به افغانستان کې دهيروينو د جوړولو لابراتورونه پرې چالان وي.

افغان حکومت پر نړيواله ټولنه افغانستان ته د هغو کيمياوي توکو د لېږد د مخنيوي غږ کړی چې د پوډرو يا هيرويينو په جوړولو کې کارېږي.

د نشه يي توکو پر ضد وزارت وايي همدغو توکو ته اسانه لاسرسي په هېواد کې د کوکنارو د کرکيلي او قاچاق کچه لوړه ساتلې ده .

له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت وايي په دې وروستيو کې يې زرګونه کيلوګرامه هغه کېميايي توکي نيولي چې د هيرويينو په جوړولو کې کارول کېږي .

افغانستان په داسې حال کې پر نړيوالې ټولنې په هيرويينو کې د کارېدونکو کېميايي توکو د مخنيوي غږ کړی چې د ډېرو نورو نوملړونو په څېر لا هم د نړۍ د نشه يي توکو د توليدونکو هېوادونو نوملړ ، د افغانستان پر نامه پيلېږي .

افغان حکومت وايي که څه هم د تارياکو او هيرويينو اصلي سرچينه يانې کوکنار په افغانستان کې کرل کېږي خو د هيروينود جوړولو لپاره اړين توکي له بهره ورلېږدول کېږي .

دغه کار د نشه يي توکو دقاچاق چاره ځکه اسانه کړې چې پر مټ يې زرګونه ټنه تارياک په سوونو ټنه هيرويينو بدليږي، او د حجم له اړخه د نشه يي توکو په قاچاقو کې د پام وړ اسانتیا راځي.

چارواکي وايي نړيواله ټولنه بايد د امونيم کولورايد، سلفوريک اسيډ، مورفين او داسې نورو هغو کېميايي توکو په مخنيوي کې مرسته وکړي چې په هيروينو کې کارول کېږي .

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت وياند زلمی افضلي وايي د نشه يي توکو مافيا دومره ډېر کېميايي توکي برابر کړي چې تر کلونو پورې به افغانستان کې دهيروينو د جوړولو لابراتورونه پرې چالان وي.

خو ددغو کېميايي توکو د کاروبار او صادراتو مخنيوی هم په خپله د نشه يي توکو د قاچاقو د کاروبار په څېر يوه ستونزمنه چاره ده، او عملي کول يې د افغان حکومت د تمې او وړانديزونو خلاف اسان کار نه دی.

دا خو ځکه چې دغه توکي پر هيرويينو سربېره په دارو درملو او نورو صنعتي فعالیتونو کې هم کارول کېږي او له همدې کبله يې د راوړلو پلمې ډېرې دي.

په خپله د نشه يي توکو پر ضد وزارت چارواکي هم د داسې يوې کميټې د ګمارلو خبره کوي چې کار به يې هغو خلکو ته د دغو توکو د واردولو د جواز ورکول وي چې دغه توکي د دارو درملو او يا نورو قانوني اړتيا و لپاره واردوي .

د ډېرو په نظر همدغه اړتیا په خپله یوه ستونزه ده او ښايي دا مالومول ګران وي چې په افغانستان کې د قانوني فعالیتونو لپاره د داوړ توکو څومره مقدار ته اړتیا ده.

افغان چارواکي وايي چې دغه توکي پر ګاونډيو هېوادونو سر بېره له فرانسي او جرمني څخه هم افغانستان ته رالېږدول کېږي .

ملګري ملتونه وايي هر کال شاوخوا زر ټنه کېميايي توکي افغانستان ته را وړل کېږي چې د هيرويينو په جوړولو کې کارول کېږي .

د دغې ادارې يوه مشر سلاکار مارک کولن بي بي سي ته وويل په تېر 2009 کال کې مهم نيول شوي توکي سليکان هايداريد ول چې شل ټنه په پاکستان، يونيم ټن په منځنۍ اسيا او يو اعشاريه شپږ ټنه په افغانستان کې نيول شوي دي :

''موږ پوهېږو چې دغه توکي په قانوني توګه نه را وارېدېږي او نه هم ګاونډيو هېوادونو ته بېرته په قانوني توګه ور وړل کېږي . خو ګاونډيوهېوادونو ته دغه توکي د قانوني کارونې لپاره راځي او افغانستان ته بياد ناقانونه کارونې لپاره راوارېدېږي. ''

Image caption افغان حکومت وايي له ننګونو سره سره ناشونې نه ده چې ددغو توکو مخه ونيول شي خو په وينايي سختو منډو ترړو او جدي مبارزې ته اړتيا لري.

د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرستيال جنرال داود وويل که يې مخه ونيول شي نو د نشه يي توکو کاروبار به هم ورسره راکم شي:

'' د هيروينو دتوليد د کمېدا په برخه کې ډېره اغېزه کولای شي او نور به هيرويين نه توليدېږي بل دا چې د تارياکو کميت زيات دی او لېږدول يې اسانه نه دي نو نيول کېږي ، دريم که موږ ددغو توکو مخه و نيولای شو نو د هيروينو د قاچاق مخه به هم ونيولای شو.''

د دغو توکو له کبله د ولسي جرګې يو شمېر غړي ي هم اندېښنه لري ځکه د دوی په وينا همدغه توکي د تارياکو کاروبار ته ساه ورکوي .

په ولسي جرګه کې د نشه يي توکو ضد کمېسيون يو غړی عرفان الله عرفان وايي دوی لا ډېر پخوا حکومت د دغو کېميايي توکو پر ضد د مبارزې سپارښتنه کړې خو دده په وينا تر اوسه يې پايله نه ښکاري .

په دې وروستيو کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په لړ کې د کورنيو چارو وزارت له لوري زرګونه کيلو ګرامه همدغه کېميايي توکي نيول شوي چې د هيروينو په جوړولو کې کارول کېږي .

دغه وزارت وايي چې يوازې په تېرو دوو دريو ورځو کې يې نژدې د پوډرو په جوړولو کې کارېدونکي ديارلس زره کيلوګرامه ، کېميايي توکي اوتيزابونه نيولي دي .

افغان حکومت وړاندې هم له ګاونډيو هېوادونو سره خبرې کړې چې افغانستان ته ددغو توکو د رالېږدولو په مخنيوي کې همکاري وکړي.

افغان حکومت وايي له ننګونو سره سره ناشونې نه ده چې ددغو توکو مخه ونيول شي خو په وينايي سختو منډو ترړو او جدي مبارزې ته اړتيا لري .

ورته مطالب