د افغانستان شمال ته ۲۰۰۰ نور امريکايي سرتېري استول کېږي

امريکايي پوځيان
Image caption څو مياشتې وړاندې هم امريکا د افغانستان په شمال کې ۳۰۰۰ سرتېري ځای پرځای کړي وو .

د افغانستان په شمال کې مېشت امريکايي قوماندانان وايي چې ډېر ژر به شمال ته شل زره نور امريکايي سرتېري ولېږل شي.

دا څرګندونې په بلخ کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو په امريکايي اډه کې قوماندان جنرال برلي سون د شمال زون د پوليسو د ۳۰۳ پامير قوماندانۍ له قوماندان مجتبی پتنګ سره کولې.

ښاغلي سون خبريالانو ته وويل دغه سرتېري به د افغانستان په شمالي او شمال لوېديځو نارامه ولايتونو کې ځای پرځای شي.

لېږدېدونکي امريکايي سرتېري به د افغان ځواکونو د روزلو چاره هم پرغاړه ولري.

کابو درې مياشتې وړاندې هم امريکايي د افغانستان شمال ته ۳۰۰۰ سرتېري ولېږل .

امريکايي جنرال برلي سون وويل : ''وړاندې هم شمالي سيمو ته ۳۰۰۰ امريکايي پوځيان له ځينو چورلکو سره لېږل شوي وو. ''

په شمال کې د ۳۰۳ پامير قوماندانۍ مشر جنرال مجتبی پتنګ د افغانستان په نهو شمالي او شمال لوېدېځو ولايتونو کې د دغو سرتېرو ځای پر ځای کول د امنيت په ښه کېدو کې اغېزناکه وبلل:

''هيله من يم چې د ۲۰۰۰ نورو امريکايي سرتېرو په مېشتېدا به په سيمه کې امنیت ښه شي. او موږ به په ګډه عمليات کوو.''

خو د دغو امريکايي سرتېرو د ځای پر ځای کولو له خبر سره ځايي خلک اندېښمن دي، چې ګني بهرني پوځيان به د دوی کورونه تلاشي کوي. چې ښايي دا کار د ولسي وګړو مرګ ژوبله زياته کړي.