په ننګرهار کې د ايران پر خلاف لاريو ن وشو

Image caption لاريونکو له افغان حکومته او دبشري حقونو له نړيوالو ټولنو څخه وغوښتل چې د افغانانو د اعدام او ځورونو په اړه له ايران څخه ځواب وغواړي.

سلګونه کسانو په ختيز ولايت ننګرهار کې د ايران له لوري د افغانانو د اعدامولو او ځورولو د ادعاوو په غبرګون کې لاريون وکړ .

د لسګونه ښځو په ګډون دغه لاريون د ملي پيوستون په نوم يوه ګوند له لوري را بلل شوی و ،چې د جلال اباد ښار له پښتونستان واټ څخه د ايران تر کونسلګرۍ پورې ولاړل .

دغه ګوند څو ورځې مخکې په کابل کې هم ورته لاريون رابللی و.

د جلال اباد لاريونکوونکو د ايران د ژريم او سياسي او روحاني مشرانو پر ضد شعارونه ورکول ، دغه راز يې په کور د ننه هم يو شمېر کړۍ غندلې چې په وينا يې د ايران د ګټو ساتندويان دي .

لاريون کوونکو استدلال کاوه چې اعدام شوي کسان بايد د محاکمې لپاره افغانستان ته سپارل شوي وای او ادعا يې کوله چې په ايران کې د اعدام شويو افغانانو د دوسيو، تحقيقاتو او محاکمې په اړه ډېر شکونه موجود دي .

دوی له افغان دولت او د بشري حقونو له ملي او نړيوالو ټولنو څخه وغوښتل چې له ايران سره بايد په دې اړه سپنې او غوڅې خبرې وکړي .

له تېرو څو مياشتو را هيسې په پرپله پسې ډول داسې راپورونه خپرېږي چې ايران لسګونه افغانان اعدام کړي او يو شمېر نور يې ځورولي دي .

خو تر اوسه پورې ايران يوازې د 9 کسانو اعدامېدل مني او وايي هغوی د دوی د قانون له مخې مجرمان او دهمدغې سزا لايق ول .

په تېرو څو وروځو کې داسې راپورنه هم خپاره شول چې د روان کال په وري او غويي مياشت کې شاوخوا اتيا زره افغان کډوال له ايرانه راشړل شوي چې د ډېرو يې ، نيمه کورنۍ او خپل خپلوان په ايران کې پاتې شوي دي .

له افغان کډوالو سره د ايران د ناسم چلند له ادعا وو وروسته په پرله پسې ډول په پلازمنې کابل او هرات کې لاريونه وشول.

دغو لاريونونو د ايران غوسه هم را وپاروله او پر افغان حکومت يې غږ وکړ چې رسنۍ يې بايد د ايران ضد تبلغات بس کړي .

دغه راز يې ادعا وکړه چې ددغو لاريونو تر شا د ايران د مخالفې ډلې جندالله لاس دی چې مشر يې څه موده مخکې نيول شوی دی.