افغانستان: دکوکنارو کروندې مرض وهلې دي

Image caption که څه هم په تېرو څو کلونو کې دافغانستان زياتره ولايتونه د کوکنارو له کښته پاک اعلان شوي ، خو بيا هم نوموړى هېواد د نړۍ په سلو کې د څه باندې نوي برخو تاريکو په توليدولو سره په لو مړي کتار کې راځي .

دا لومړى ځل دى چې په دومره لويه کچه په افغانستان کې د کوکنارو په کر کيلو د ناروغۍ د لگېدو او له کبله يې په دغه هېواد کې د تر يا کو په توليداتو کې د کمولالى خبر ورکول کېږي .

په ملگرو ملوتو کې د مخدره تو کو او جرمونو سره د مبارزې دادارې يو ان او ډي سي مشرانټونيو ماريا کوستا ددغه مرض په اړه معلومات ورکوي او خوښ دی چې په دې توگه به سږکال په افغانستان کې د تر ياکو توليدات کم شي:

(( دا يو افت دى چې د بوټو پر ريښو لگېږي ، په دوو ورځو کې ټول بوټى پرې اخته کيږي او تر هغه وروسته ډېر ژر د کوکنارو غوزه له منځه وړي . موږ په دې باور يو چې له دې کبله به دافغانستان په سويل کې نيمايي ترياک اغېز من شي او په دغې سيمه کې به د ټولو محصولاتو نيمايي له منځه ولاړ شي ، مانا داچې د تېر کال په پرتله به په بازارکې د ترياکو يو پر څلورمه توليدات کم شي. ))

د ښاغلي کوستا له خبرو داسې جوتېږي چې د ترياکو پر کښتونو راغلى ناورين پراخ دي .

په سويلي نا ارامه ولايت هېلمند کې چې دافغانستان د نيشه يي توکو د توليد تر ټولو مهم مرکز دى بزگران له دې اړخه سخت اندېښمن دي او يو شمېر بزگران ادعاکوي چې د کوکناو پر کښتونو يې کوم ډول درمل پاشل شوي دي .

په ځينو نورو سويلي ولايتونو لکه کندهار کې هم دترياکو پر کښتونو د لگېدلې ناروغۍ ريپوټونه ورکړل شوي دي او ځينې بزگران يې د دوا د پاشل کېدو خبرې زمزمه کوي.

د خلکو اشاره بهرنيو ځواکونو ته ده خو په دې اړه تر اوسه نړيوالو ځواکونو څه نه دي ويلي .

له بلې خوا د ملگرو ملتونو دنشه يي توکو او جرايمو ضد ادارې د دوا پاشلو خبره ناسمه بللې او دافغانستان د کرنې وزارت وياند مجيد قرارهم دا خبره کوي چې پر کوکنارو دوا نه ده پاشل شوې.

څو کاله وړاندې هم يو ځل دافغانستان په ختيځ کې ورته ادعاوې وشوې خو هېچا هم تايېد نه کړه چې د کوکنارو په کرکيلو دې دوا شيندل شوې وي .

خو که په افغانستان کې پر کوکنارو د دغه لگېدلي مصيبت له کبله د نشه يي توکو په محصولاتو کې د کموالي د را تلو له اړخه ښاغلى کوستا خوښ دى خو انديښنه يې د خلکو د وزګارتيا له اړه ده چې شونې ده نا امنۍ ورسره زياتې شي: (( ښکاره ده چې د هغو بزگرو چې د ترياکو محصولات له لاسه ورکوي او د عايداتو منبع يې اغېزمنېږي په دې کې شک نشته چې دغه خلک به په افغانستان کې د ياغيانو يو ه برخه گرځي . دارنگه به د ترياکو بازار نورهم ارزښت پيدا کوي او همدا اوس د هېوا د په ځينو سويلي سيمو کې تر ٥٠ په سلو کې د ترياکو بيه لوړه شوې ده.))

په افغانستان کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو ستونزې نړيواله څېره غوره کړې او هر کال په دغې برخه کې لسگونه ميليونه ډالر لگېږي .که څه هم په تېرو څو کلونو کې دافغانستان زياتره ولايتونه د کوکنارو له کښته پاک اعلان شوي ، خو بيا هم نوموړى هېواد د نړۍ په سلو کې د څه باندې نوي برخو تاريکو په توليدولو سره په لو مړي کتار کې راځي .

افغان چارواکي وايي دغه مبارزه به کلونو نور وخت هم واخلي چې په بشپړه توگه افغانستان له کوکنارو پا ک شي.