اوباما: د افغانستان او امريکا د اړيکو ترينګلتيا طبعي خبره ده

کرزی او اوباما
Image caption ښاغلي کرزي له ولسمشر اوباما سره ګډې خبري ناستې ته وویل چې په افغانستان کې له پرمختګونو سره سره يو شمېر داسې مسلې هم شته چې دوی يې لا په اړه اندېښمن دي .

واشينګټن ته د افغان ولسمشر حامدکرزي دسفر يوه موخه دا بلل کېږي چې د افغان او امريکايي مشرانو تر منځ په دې وروستيو کې رامنځته شوې ترينګليتاوې لږ تر لږ کمې او يا له منځه يوسي.

د دواړو مشرانو بارک اوباما او حامدکرزي هڅه دا وه چې وښيي ددوی تر منځ ترينګتياوې او توپيرونه ډېر جدي نه دي .

د امريکا د ادارې او افغان حکومت تر منځ ترينګلتيا له هغه وروسته ډېره شوه چې ښاغلي کرزي څه موده مخکې بهرنيان او په دې ډله کې امريکايان تورن کړل چې په ولسمشريزو ټاکنو کې يې درغلۍ کړې او هڅه يې کوله په افغانستان کې يوه لاسپوڅې اداره رامنځته کړي .

خو ولسمشر اوباما له ښاغلي کرزي سره تر ليدنې وروسته په واشينګټن کې د خبريالانو پر وړاندې د وينا پر مهال ددوی تر منځ تريڼګليتا بې ارزښته وګڼله او زياته يې کړه چې په دې برخه کې ناسم تعبير شوی دی .: ((د افغانستان او ا مريکا تر منځ د انګېرل شويو ترينګلتياو، په اړه غواړم ووايم چې ډېرې پړسول شوې دي . ))

ښاغلي اوباما په ځينو برخو کې د امريکا او افغانستان د حکومتونو تر منځ توپيرونه يوه طبعي خبره وبلله،خو ټينګار يې وکړ چې پر لويو مسلو توافق شته : (( څرګنده چې په دغه ډول پېچلي چاپېريال او حالت کې چې افغانان او امريکايان دواړه سترې قربانۍ ورکوي دا ډول ترينګلتياوې رامنځته کېږي . موږ له ولسمشر کرزي سره ډېرې سپينې خبرې لرلې او موږ په دې موافق يو چې يوازې د پوځي سترااتيژۍ له لارې جګړه نه شو ګټلای . د برياليتوب لپاره بايد ډاډ رامنځته شي چې ښه حکومت ولرو، ظرفيت جوړونه وکړو او اقتصادي پرمختګ وشي . ))

ولسمشر کرزي په دې برخه کې د ولسمشر اوباما خبرې تايد کړې او هوډ يې وښود چې د امريکا په مرسته به په افغانستان کې د يوه ا غېزناک حکومت د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کوي : (( البته تر اوسه يو لړ داسې مسلې شته چې موږ لا پرې اندېښمن يو، په افغانستان کې لا موږ ډېرې کميانې لرو، افغانستان لا هم يو بېوزله هېواد دی . هغه څه چې موږ تر اوسه تر سره کړي موږ ټولو ته د يوې غوره راتلونکې زېری راکوي .

ښاغلی ولسمشر! غواړم تاسې ته دا ډاډ درکړم چې په افغانستان کې به د يوه ښه حکومت ،داسې يوه حکومت چې د افغانانو او امريکا د ملګرتيا په ګټه وي د رامنځته کولو لپاره رښتيني ګامونه اوچت کړم.))

داټولې هڅې په دې موخه کېږي چې افغانستان کې د چارو مسوليتونه ورو، ورو افغانانو ته ولېږدول شي او امريکايي ځواکونو ته داشوني شي چې په راتلونکو لسو مياشتو کې له افغانستان څخه وتل پيل کړي .

په افغانستان کې د ايساف د ځواکونو مرستيال ډګروال بريډلي ويس وايي په همدې موخه يې د افغان پوځ او پوليسو د روزنې بهير ګړندی کړی دی : (( هره ورځ د افغان پوځ او پوليسو د روزنې په مرکزونو کې پوځيان او پوليس روزو او په دې برخه کې مو ښه پرمختګ کړی ، خو يو لړ ننګونې هم شته . موږ بايد د ا وړتيا ولرو چې د کال تر پايه پورې ، په دې برخه کې خپلې موخې تر لاسه کړو خو دا هم مهمه ده چې بايد پوځ او پوليسو ته د ځوانانو د جلب او جذب بهير ښه شي .))

اټکلونه دادي چې راتلونکي څو مياشتې به په افغانستان کې د حالاتو د پرمختيا د تګلوري له پلوه ډېر سخت وي . د چارو د کارپوهانو له انده پر مثبت لوري د حالاتو پر مختګ د امريکايي او افغان چارواکو د ژمنو د پلي کېدو تر څنګ تر ډېره د افغانستان په اړه د ګاونډيانو په چلند پسې هم تړلی دی.