په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو تړون نوی شو

Image caption افغان چارواکي وايي اوس به تر دريو کلونو پورې افغان کډوال په قانوني ډول په پاکستاني کې اوسېږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دعالي کمېشنرۍ، افغانستان او پاکستان تر منځ دشوي دغه دړې اړخيز تړون وخت تر 2012 کاله وغزېده.

دغه تړون افغان کډوالو ته حق ورکوي چې درې کاله نور يا دتړون تر پای ته رسېدو پورې په پاکستان کې و اوسي او يا هم پخپله خوښه افغانستان ته راستانه شي .

په افغانستان کې د کډوالو د چارو سرپرست وزير انجنير عبدالرحيم د کډوالو په چارو کې دا ښه پرمختګ بولي :

غږ((په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د راجسټرېشن د کارټونو د نوي کولو په تړاو ددغه تړون له مخې د کډوالو کارټونه د دريو کلونو لپاره يانې د 2012 تر اخره پورې نوي کېږي .

ددغو کارټونو له نوي کېدا سره کډوال کولای شي چې ځينې اقتصادي ، فرهنګي، ټولنيزې او پوهنيزې چارې تر سره کړي . ))

دافغان کډوالو د راستنولو په تړاو دغه درې اړخيز تړون په 2002 کال کې لاسليک شوی و چې په 2009 زېږدي کال کې پای ته رسېده او له امله يې په پاکستان کې د افغان کډوالو اوسېدنه ناقانونه بلل کېده.

په دې وروستيو کې پاکستاني پوليسو په همدغې پلمه زيات شمېر افغانان تر زندانونو پورې رسولي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې دوه سوه څلوېښت تنه افغانان د کډوالۍ د کارټ د نه درلودلو او د دغه کارت د وخت د ختمېدلو له امله بنديان دي.

په کابل کې د کډوالو لپاره دملګرو ملتونو دعالي کمېشنرۍ يا UNHCR وياند نادر فرهاد له پاکستانه وغوښتل هغه کسان ژر تر ژره خوشې کړي چې دکډوالۍ د کارت د ختمېدلو او يا د تړون د پای رسېدلو په پلمه نيول شوي دي .

له 2002 کاله راهيسې د UNHCR په مرسته يوازې له پاکستان څخه 3،6 ميليونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي خو لا هم په دغه هېواد کې نژدې دوه ميليونه نور د کډوالۍ ژوند کوي .

د امنيت کار او سرپناه نشتوالی ددې لامل بلل کېږي چې پاتې افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته زړه نه ښه کوي .