د ولسي جرګې د نوماندانو لومړنی نوملړ خپور شو

Image caption ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د سپټمبر پر 18 وشي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرگې د نوماندانو لومړنى نوملړ خپور کړ .

په دغه نوم لړ کې چې د نژدې دوه نيمه زره کسانو نومونه راغلي دي.

د ټاکنو کمېسيون د يوې ويناپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ولسي جرګې د نوماندانو په ډله کې 386 تنه مېرمنې او 56 تنه کوچيان دي .

په نوملړ کې د اوسنۍ ولسي جرګې د ډېرو غړو نومونه او انځورونه تر سترګو کېږي چې بيا يې ځانونه نومولي دي .

کمېسيون وايي دغه لومړنی نوملړ به د غبرګولي تر 21 دخلکو په واک کې وي .

دوی وايي ، کانديد يا بل هر څوک که د کوم نوماند په اړه شکايت، غوښتنه او يا اندېښنه لري تر ټاکلې مودې پورې يې د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون سره شريکولای شي .

په اوسني نوملړ کې د ولسي جرگې د تېرو ټاکنو په پرتله د نارينه و شمېره کمه او د ښځو شمېره زياته شوې ده.

کمېسيون وړاندې ددې کار لامل د نوماندانو لپاره سخت شرايط ښوول شوي ول .

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې ټاکنې به د راتلونکې سپتمبر مياشتې پر ۱۸ مه وشي.

په تېر اګست کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د نړيوالو څارونکو له لورې د درغليو له اړخه ګڼې ادعاګانې رامنځ ته شوې وې.