د پکتيا پر والي ځانمرګی بريد شوی

ښاغلی همدرد
Image caption چارواکي وايي چې ښاغلي همدرد او ساتونکو ته يې په دغه بريد کې زيان نه دی رسېدلی .

د پکتيا والي جمعه خان همدرد له يوه ځانمرګي بريده روغ وتلی دی .

د مرکز ګردېز ښار په څنډه کې پر والي هغه مهال بريد وشو چې دی د نښتر په نوم له دوديزې کلنۍ مشاعرې بېرته خپل دفتر ته ستنېده.

په بريد کې پر ځانمرګي سربېره يو ولسي وګړی وژل شوی دی .

چارواکي وايي چې والي او دهغه ساتونکو ته څه زيان نه دی اوښتی .

تر اوسه دبريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو په دوديز ډول د غه ډول بريدونه وسلوال طالبان کوي .

د پکتيا يو پخوانی والي حکيم ټنيوال هم څو کاله وړاندې په ګردېز کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې ووژل شو.

دغه راز په خوست کې د هغه د مړي د خښولو پر مهال يوه بل ځانمرګي بريد ګڼ کسان ووژل .