کامېرن: له کابل سره بايد خپل اړيکي پياوړي کړو

حامد کرزی له ډېوېډ کامېرن سره
Image caption ډېوېډ کامېرن وويل له کابل سره يې بايد د حکومت اړيکي نور هم پياوړي شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په لندن کې د برتانيا له نوي لومړي وزير ډېوېډ کامېرن سره وکتل.

ولسمشر کرزی چې واشنګټن ته د خپلې پنځه ورځني سفر له پای وروسته کابل ته پر لار په لندن کې لنډ مهال تم شوی و، لومړی نړيوال مشر و چې له ښاغلي کامېرن سره يې خبرې کولې.

ډېوېډ کامېرن وويل له کابل سره يې بايد د حکومت اړيکي نور هم پياوړي شي.

برتانيا کې له افغان سفير همايون تندر سره مرکه

يو برتانوي چارواکي وويل، دواړو مشرانو له ولسمشر اوباما سره د ښاغلي کرزي پر خبرو او هم د روانې مياشتې په پای کې په افغانستان کې د سولې جوړېدونکې جرګې پر سر بحث وکړ.

وړاندې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ د خپلې دندې له پيل راهيسې بهر ته په خپل لومړي سفر کې واشنګټن ته رسېدلی و.

نوموړي هلته له خپلې امريکايي سيالې هيلري کلنټن سره کتلي دي.

د باندينيو چارو د دواړو وزيرانو ترمنځ د خبرو د سر موضوع افغانستان کې روانه جګړه وه.

په يوې خبري ناسته کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن وويل د برتانیا د بهرنيو چارو نوي وزير ډاډ ورکړی چې افغانستان کې به خپلو ژمنو ته پتمن پاتې کېږي، مرستو او همکارۍ ته به دوام ورکوي:

Image caption برتانيا دا مهال په افغانستان کې تر لسو زرو ډېر سرتېري لري.

''د امريکا متحده ايالات د برتانيا د همکارۍ د زړه له کومي درناوی کوي او سرتېرو ته يې چې په افغانستان کې قرباني ورکوي، احترام کوي، د امريکا متحده ایالتونه او برتانیا افغانستان کې د ناټو عملياتو ته ژمن پاتې دي او موږ د فساد پرضد او د یوه باثباته حکومت د جوړېدو لپاره د افغانستان د هڅو درناوی کوو.''

په دې کې شک نه شته چې د دوی د خبرو مهم ټکي به د افغانستان پر حالاتو راڅرخي.

ښاغلي هېګ ويلي برتانوي ځواکونه به د دندې تر بشپړولو پورې افغانستان کې پاتې کېږي.

دی او هيلري کلنټن به د افغانستان د حکومت د مسؤوليتونو په اړه خبرې وکړي چې له پرمختګ سره مرسته کوي او که يې مخه نيسي.

دا مهال برتانيا په افغانستان کې څه باندې لس زره پوځيان لري چې زياتره يې په نارامه ولايت هلمند کې مېشت دي.

ولسمشر کرزي د تېرې اوونۍ ډېره برخه په امريکا کې تېره کړه.

ورته مطالب