مجددي: 'د ملکي وګړو وژونکي بايد محاکمه شي'

پارلمان
Image caption سناتورانو ددغې ستونزې د مخنيوي لپاره گڼې غوښتنې او لارې چارې په گوته کړې.

د افغانستان د مشرانو جرگه غواړي چې په دغه هېواد کې د بهرنيو ځواکونو له مشر سره د ملکي وگړو د تلفاتو د مخنيوي په موخه خبرې اترې وکړي.

خو ځينو سناتورانو ويل چې سټېنلي مکرزسټل د خپل پارلمان د اصولو له مخې د افغانستان مشرانو جرگې ته په دې اړه د توضيحاتو دورکولو لپاره نشي ورتلى.

د مشرانو جرگې په ننگرهار کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د شاوخوا لسو تنو چې ادعا کېږي ملکيان دي له وژل کېدو وروسته دغه څرگندونې کولې.

د افغانستان مشرانو جرگه په دغه هيواد کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي د لارو چارو د موندلو پر سره د خبرو لپاره په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له مشر سره د ليدو او کيناستو وړانديز پر داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې په ننگر هار کې د خلکو له وينا سره سم تر لسو پورې ملکي کسان د بهرنيو پوځيانو په عملياتو کې وژل شوي.

نړيوال ځواکونه وايي په دغه بريد کې يې وسله وال وژلي .

سناتورانو د ننگر هار په سره رود ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو لخوا يو شميروژل شوي کسان ملکيان بلل او ځينوپه قهرجنه لهجه دغه پېښه غندله او د بنديدو د لارو د موندلو غوښتنه يې کوله . افغان سناتورانو له امريکايي قومندان سټنلي مک کرسټل څخه جرگې ته د ورتلو غوښتنه کړې وه .

خو هغه نه وو ورغلى ، سناتورانو ويل که د نړيوالو ځواکونو پوځي مشر د خپل هيوا د د ملي شورا د اصولو له مخې افغان پارلمان ته د توضيحاتو لپاره نشي تلى نو د دوى د رييسانو د کميټې غونډې ته دې را وبلل شي چې د مشرانو جرگې د ځينو غړو په خبره هلته دې د پوځي عملياتو پر مهال د ملکيانو د وژل کېدو په اړه د جرگه والو اندېښنې او غوښتنې ورسره شريکې شي.

ټولو سناتورانو په يوه خوله د عملياتو پر مهال د ملکيانو وژل کېدل غندل او ويل چې دا ډول پيښې په افغانستان کې د وسله والو ليکې لا پسې پياوړي کوي .

سناتورانو ددغې ستونزې د مخنيوي لپاره گڼې غوښتنې او لارې چارې په گوته کړې، خو د مشرانو جرگې مشر صبغت الله مجددي ددې ستونزې د حل يوازېنې لاره د مسؤولو کسانو محاکمه کول بولي:

Image caption افغان ولسمشر حامد کرزي واشنگټن کې د خپل وروستي سفر پر مهال له خپل سيال بارک اوباما سره هم په دې اړه خبرې کړي او ښاغلي اوباما ورته ډاډ ورکړى چې ځواکونه به يې د ملکيانو ژوند ته کلک پام وکړي.

''ما وړاندې هم ويلي چې د ملکيانو وژونکي بايد محاکمه شي، که داسې ونشي دا ستونزه نه حل کيږي.''

ځينو ويل چې په دې اړه ډيرځله جرگې ورته غوښتنې کړې خو چا پرې غوږ نه دى گرولى . په جرگه کې يو بل سناتور رفيع الله حيدري ويل چې مشرانو جرگه بايد بهرنيان وننگوي:

'' بايد ورته وويل شي چې که دا ځل مو داسې وکړل نو موږ به داسې وکړو، داسې نه کيږي چې هر ځل دوى بښنه وغواړي ، موږ او تاسو بايد يو گډ دريځ برابر کړو او بيا يې دوى ته وړاندې کړو.''

په افغانستان کې د پوځي عملياتو پر مهال د بهرنيو پوځيانو لخواد ملکي وگړو وژل کيدل يوه حساسه ملي او نړيواله مسله گرځېدلې او وخت پر وخت د افغان چارواکو غوصه يې را پارولي، او هرځل دافغان مشرتابه له غوښتنو وروسته نړيوالو ځواکونو ژمنه کړې چې بيا به ورته چاره نه تر سره کېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي واشنگټن کې د خپل وروستي سفر پر مهال له خپل سيال بارک اوباما سره هم په دې اړه خبرې کړي او ښاغلي اوباما ورته ډاډ ورکړى چې ځواکونه به يې د ملکيانو ژوند ته کلک پام وکړي.

ورته مطالب