بان کي مو د کابل په راتلونکي نړيوال کنفرانس کې ګډون کوي

بان کي مون او کرزی
Image caption بان کي مون امريکا ته د ښاغلي کرزي د سفر په اړه هم له افغان ولسمشر سره خبرې کړې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون له ولسمشر حامد کرزي سره کابل کې د افغانستان په اړه د نړيوال کنفرانس په اړه خبرې کړې.

د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ويناپاڼه وايي بان کي مون له ښاغلي کرزي سره امريکا ته د ولسمشر کرزي د سفر په اړه هم خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي بان کي مون ويلي چې د کابل په راتلونکي نړيوال کنفرانس کې به ګډون کوي.

ټاکل شوې چې دغه کنفرانس به شاوخوا درې مياشتې وروسته په کابل کې جوړ شي.

وړاندې تر دې هم د افغانستان په اړه بېلابېل نړيوال کنفرانسونه جوړ شوي چې د دغه هېواد د بيارغونې او نورو برخو لپاره د ميليونونه ډالرو د مرستوې ژمنې شوې دي .

د روان کال د جنورۍ په وروستیو کې په لندن کې د افغانستان په اړه په نړيوال کنفرانس کې افغان چارواکو د امنيت د ټينګښت، اقتصادي پرمختګ، سيمه ييزې همکارۍ او ښه حکومت کولو په برخه کې وړانديزونه وکړل او له نړيوالو يې په دې برخه کې همکاري وغوښته.

کاربوهان په دې اند دي چې بايد له دغې ستونزې سره د مبارزې په برخه کې په دولتي ادارو کې مخلص کسان په کار وگمارل شي او په فساد کې ښکيلو کسانو ته سزا ورکړل شي .

د ډېرو په گمان دغو موخو ته د رسيدو لپاره بايد حکومت په خپلو پښو ودرېږي،د خلکو اعتماد راجلب کړي او د هېواد په کچه قانون پر ټولو په يوه ډول تطبيق کړي .