کابل: تهران دې د افغان بنديانو د دوسيو مالومات راکړي

يو افغان په ايران کې
Image caption که څه هم چې ايراني چارواکي د دغه هيواد په زندانونو کې د اعداميدونکو افغانانو له اړخه د افغانستان دننه ډيريدونکو انديښنو او نيوکو ته د څرگند غبرگون له ښودلو ډډه کوي.

کابل له تهران نه د هغو افغان بنديانو د دوسيو په اړه معلومات غوښتي چې د ايران په محکمو کې په اعدام محکوم شوي دي.

ولسمشر حامد کرزي د امريکا له سفر نه په راستنيدو پسې په کابل کې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په ايراني چارواکو غږ کړى چې په دغه هيواد کې د افغانستان له سياسي نمايندگيو سره د دا وړ افغان بنديانو د جرم او محکوميت د څرنگوالي جزيات شريک کړي.

افغان چارواکي وايي دوى ته تر دې مهاله د ايران په زندانونو کې د ٩ افغانانو د اعدام خبر ورکړل شوى خو د ولسي جرگې يو شمير وکيلان په دې وروستيو کې په ايران کې د اعدام شويو افغانانو شمير له ٤٠ ورپورته بولي.

که څه هم چې په ايران کې د افغانانو د اعدام خبره له تيرې څه د پاسه يوې مياشتې راهيسې د افغانستان په سياسي کړيو او ولس دواړو کې د بحث په يوه توده او خورا حساسه موضوع بدله شوې خو دا همدغې حساسې موضوع ته د افغان ولسمشر لومړنى غبرگون دى .

ولسمشر کرزي په خپل دغه غبرگون کې تر ډيره دپلوماتيکه ژبه کارولې او هڅه يې دا ده چې هم له نړيوال دود او تعامل سره سم ايراني چارواکي افغان لوري ته په دغه هيواد کې د اعداميدونکو افغانانو په اړه د معلوماتو ورکړې ته وهڅوي او هم خپلو هيواد والو ته دا وښيي چې افغان حکومت په دې برخه کې بې خبره او بې تفاوته نه دى پاتې شوى:

''د افغانستان دولت په ايران کې د هغو افغان کډ والو په بنديتوب او محاکمې څه اعتراض نه لري چې دغلته جرمونو ته مخه کوي او له کبله يې د ايران د قوانينو له مخې نيول کيږي او زندانونو ته لويږي. خو له ايراني چارواکو مو غوښتنه دا ده چې لږ تر لږه د هغو بنديانو د دوسيو په اړه د افغانستان کونسلگريو ته خبر ورکړي چې د ايران د محکمو د حکم له مخې په اعدام محکوميږي. په دې سره افغان حکومت، په اعدام د محکومو کسانو کورنيو او دا ډول په ايران کې ميشتو افغان کډوالو ته ډاد او اطمينان حاصليدى شي.''

په ايران کې د افغانانو د اعدام په اړه دغو وروستيو رپوټونو د ولسي جرگې د انديښنو او توند غبرگون تر څنگه د ولس په مينځ کې هم کلک اعتراضونه راپارولي چې د سر هغه يې تيره اونۍ په کابل ، جلال اباد او هرات کې د ايران د سياسي نمايندگيو په وړاندې د ايران په مخالفت کې له احساساتو ډک لاريونونه وو.

ولسمشر کرزي د همدا وړ حساسيت د کمولو په هڅه کې ايران يو داسې دوست هيواد وباله چې په وينا يې د سوونو زره افغان کډوالو کوربه توب کوي او د دا وړ يوه دوست هيواد په مخالفت کې يې د مظاهرو راويستل يو نامناسب غبرگون وباله:

''د هيواد د اساسي قانون له مخې د مظاهرو راويستل د افغانانو حق دى، خو زما په نظر د يوه دوست او ورور هوياد په مخالفت کې د مظاهرو راويستل سم کار نه دى. له ټولو هغو کسانو نه چې د دې موضوع له اړخه انديښنه لري زما هيله دا ده چې د دغې ستونزې حل دواړو حکومتونو ته پريږدي. ''

که څه هم چې ايراني چارواکي د دغه هيواد په زندانونو کې د اعداميدونکو افغانانو له اړخه د افغانستان دننه ډيريدونکو انديښنو او نيوکو ته د څرگند غبرگون له ښودلو ډډه کوي.

خو اشارې يې دا دي چې د اعدام په جزا محکوم شويو افغان کډوالو گواکې د نيشۀتوکو د قاچاقوکاروبار کاوه او دا چې په اعدام د دا وړ محکومو افغان کډوالو شميره هم له هغه څه ډيره کمه ده چې په اړه يې رپوټونه ورکول کيږي.

له دغو اشارو سره سره په ايران کې د افغانانو د اعدام وروستيو رپوټونو د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو انديښنې هم ډيرې کړي دي.

د بښنې نړيوال سازمان څو ورځې وړاندې له ايراني چارواکو په دې اړه د روښانه او څرگندو معلوماتو د ورکړې غوښتنه وکړه ، او د افغانستان د بشري حقونو خپلواکه کميسون له افغان حکومت نه له دپلوماتيکو لارو چارو د دغې ستونزې د بيړني حل غوښتنه وکړه.

ورته مطالب