د پکتيا په ځاځي اريوب کې ځانمرګی بريد شوی

پکتيا
Image caption پکتيا

د پکتيا مرکز ګردېز په ختيځ ځاځي اريوب ولسوالۍ کې ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې يو افغان پوليس وژل شوی او بل ټپي دی.

د ځاځي اريوب ولسوال ازاد خان بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تيلې فون پر کرښه وويل بريد نن غرمه مهال ۱۲ بجې وشو.

نوموړی وايي بريد کوونکي غوښتل د ځاځي اريوب د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو اډې ته ننوځي، خو پوليسو يې مخه ونيوه او هغه خپل ځان وچووه.

تر دې مهاله د بريد پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې.

ځاځي اريوب د پکتيا يوه غرنۍ او ونې لرونکې ولسوالي ده، چې له پاکستان سره ګډه پوله هم لري.