د ترانسپورت وزارت: د الوتکې د لټون چارې دوام لري

د پامير هوايي شرکت الوتکه
Image caption د پامير هوايي شرکت په دې روسي انتونوف ۲۴ ډوله الوتکه کې ۴۴ تنه سپاره ول، چې له کندزه کابل ته روانه وه.

افغان چارواکي وايي د هغې سپرلۍ وړونکې لوېدلې الوتکې د لټون چارې روانې دي، چې د تېرې دوشنبې په سهار د سالنګ د هندوکش په غرونو کې ولوېده.

افغان چارواکي وايي د پامير هوايي کرښې دغه روسي انتونوف ۲۴ ډوله الوتکه له ۴۴ سپرلیو او عملې سره له کندزه کابل ته روانه وه.

دغه الوته پرون (دوشنبه، د جوزا ۲۷مه) له سالنګ سره لادرکه شوه.

پامير هوايي شرکت: الوتکه نوې وه سپرلۍ بيمه ده

جنرال جبارخېل: د الوتکې د پيدا کولو لټون روان دی

دغه سيمه لاهم په سختو واورو پوښلې ده.

د سپرليو په ډله کې درې امريکايي او يو برتانوی وګړی هم و.

د افغانستان د ترانسپورت مرستيال وزير رازمحمد علمي وايي خرابې هوا د الوتکې د رالوېدو موندل ګران کړي دي:

''تراوسه موږ دا سسيمه نه ده تثبیت کړې، خو رادار داسې ښودلې چې الوتکه له سالنګه دېخوا کابل ته راتېره شوې ده. په دغه مسير ولسوالۍ، کلي او امنیه قوماندانۍ په جریان کې دي، موږ د لټون چارې ګړندۍ کړې دي.''

همدارنګه افغان چارواکي وايي په سيمه کې خرابه هوا دوی ته اجازه نه ورکوي چې د چورلکې په مټ پلټنه پيل کړي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي که هوا ښه وه، نن به د چورلکې په مټ د پلټنې عمليات پیل کړي.

د ترانسپورت مرستيال وزير رازمحمد علمي وايي تېره ورځ د هوايي چلند له ځينو چارواکو سره سالنګ تللي اوهلته يې د لټون عمليات پيل کړي، خو کومې پايلې ته ونه رسېدل.

په افغانستان کې په وروستي ځل مساپر وړونکې الوتکه کابل ته نژدې څو کاله وړاندې لويدلې وه .

هغه الوتکه د کام اير هوايي شرکت وه چې له هراته کابل ته روانه وه او د خرابې هوا له امله کابل ته نژدې لويدلې وه .

تيره اوونۍ د کابل او کندهار ترمنځ د اريانا هوايي شرکت د يوې الوتکې د نسکورولو هڅه شنډه شوې وه.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويل له هغه کس څخه يې پلټنې پيل کړي چې ظاهرآ يې د اريانا افغان الوتکې د نسکورولو نيت لارۀ .

دغه کس د کابل – کندهار - مشهد په لور د اريانا افغان د پورته شوې الوتکې د الوتنې په ترڅ کې هڅه کړې وه چې يوه شيشه ماته کړي .

د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري بي بي سي ته د مۍ په لسمه نېټه وويل نورو سپرليو او امنيتي کسانو دغه کس کابو کړ او ويې نيوۀ.