په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'پــېـلــوزې' ادبي، هنري خپرونه

دا اوونۍ پيلوې په کابل کې بل شوې او په پيل کې کندهار ته لېږدول شوې دى ځکه چې هلته د پښتو ژبې د نوميالي اديب او شاعر عبد الروف بېنوا پنځه ويشتم تلين ولمانځل شو.

بله غاړه د کندهار په گاونډ کوټه کې دوه نارينه او دوه ښځينه ليکوالې په دوو پگړيو او دوو ټکريو ولمانځل شوې، چې د رحمت شاه سيال، پير محمد کاروان، زيتون بانو او پروين ملال نومونه په کې راځي.

سربېره پر دې په کابل موزيم کې د افغان او امريکايي زده کوونکو د عکسونو نندارتون ته هم ورغلي يو.

د سيد شاه سعود څلورمې شعري ټولکې (داسې ډير لرې به نه ځو) ته هم کتنه لرو او په پاى کې مو د فرانسې فلمي فستوال کنز ته هم مخه کړې ده.

دا پروگرام مصطفى سالک په کابل کې چمتو کړى دى.