مارک سيډوېل: احمدولي کرزی په سوله کې مهم رول لري

مارک سيډوېل

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى مارک سيډوېل وايي چې د سولې مشورتي جرگه بايد پراخ بنسټه وي، او ملي بڼه ولري، چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو تر څنگ په کې د بشر د حقونو او مدني ټولنو فعالان هم تر سترگو شي.

نوموړي وويل که حکومت د طالبانو په کرښو کې له ځانگړو ډلو يا کسانو سره د جوړجاړي خبرې وکړي نو په افغانستان کې به سولې ته لاره هواره نه شي.

بله غاړه ښاغلي سيډوېل د ولسمشر حامد کرزي ورور د خلکو له خوا ټاکل شوی استازى وباله او زياته يې کړه چې نوموړی د سولې او حکومتولۍ په برخه کې ارزښتناک رول لوبولى شي.

د سولې د ملي مشورتي جرگې د نېټې په راسېدو سره د افغانستان په سياسي او ټولنيزو کړيو کې د جرگې د اغېزمنتيا او څرنگوالي په اړه بحثونه تاوده شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي مارک سيډوېل هم د جرگې نژدې مشروط ملاتړ وکړ.

نوموړي وويل چې نړيواله ټولنه د ولسمشر حامد کرزي د دغه نوښت ملاتړ کوي.

پخوا داسې راپورونه وو چې گواکې ولسمشر حامد کرزي د ملا عبدالغني برادر او ځينو نورو چارواکو سره د جوړجاړي خبرې پيل کړې وې چې د راپورونو له مخه د ملا برادر په نيولو سره دغه خبرې ټکنۍ شوې.

خو په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى وايي چې له ځانگړو طالبانو سره به د جوړ جاړي خبرې کوم ځاى ونه نيسي:

''نړيواله ټولنه په بشپړ ډول د ولسمشر حامد کرزي د هڅو تر شاه ولاړه ده، نوموړى د دې لپاره د سولې جرگه جوړوي چې سولې ته هيله من اورپکي، ولسي ژوند ته راواړوي، که هغوى وغواړي، خو دلته ځينې شر طونه هم شته، چې ډير ارزښتناک دي، هغه له ترهگرو نه بېلېدل او د افغانستان د اساسي قانون منل دي، د افغانستان د حالاتو د يوه څارونکي په توگه وايم چې سوله بايد ملي وي، د افغانستان ټولې ډلې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي.

د ماشومانو لپاره کار کوي اوکه په ټوله کې د بشر د حقونو لپاره کار کوي، بايد په جرگه کې گډون وکړي، که د طالبانو په منځ کې له يوې ځانگړې ډلې يا ځانگړو اشخاصو سره معامله کيږي نو يوازې په دې سره به په افغانستان کې ثبات را نه شي.''

ټاکل شوې وه چې د سولې مشورتي جرگه لس ورځې وروسته په کابل کې جوړه شي .

د سولې په دې مشورتي جرگه کې به شاوخوا ١٣٠٠ کسان گډون وکړي چې قامي مشران د کوچيانو استازي ، د پوهنتونونو يو شمير استادان، د مدني ټولنو چارواکي د ملي شورا غړي او ځينې نور به په کې شامل وي.

Image caption ولسمشر حامد کرزي پرون وويل چې پر ورور يې ځينې کړۍ تورونه لگوي خو د تورونو د کره کولو لپاره هېڅ ثبوت نه لري.

که يوې ډډې د سولي د ملي مشورتي جرگې د جوړيدو په اړه خبرې تودې دي نو بل پلو په کندهار کې بيا د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا د پوځي عملياتو د پيليدا په اړه خبرې کېږي ويل کېږي چې ددغو عملياتو يوه موخه ښه حکومتولي رامنځ ته کول او د سولې ټينگول په گوته کيږي د ناټو ملکي استازي مارک سيډوېل وويل چې په دې برخه کې ورسره د کندهار د ولايتي شورا مشر احمد ولي کرزى ډيره مرسته کولاى شي:

''د کندهار د ولايتي شورا مشر يو ټاکل شوې چارواکي دى نو موږ يا بل څوک د هغه د گوښه کولو غوښتنه نه شي کولاى، دا خبره زه د ولسمشر د ورور احمد ولي کرزي په اړه کوم، د نورو په څېر هغه کولاى چې د حل يوه برخه وي، هغه يو مهم سيمه ييز مشر دى، نوموړى په کندهار کې يوازينې قامي مشر نه دى، خو ځکه ډير ياديږي چې ډېر مشهور دى، موږ د حکومتولۍ او عملياتو لپاره ددغو ټولو مرستو ته اړ يو، باوري خبره ده چې احمد ولي کرزي به هم په دې برخه کې ارزښتناک رول لوبوي.''

ښاغلى سيډوېل داسې مهال پر احمد ولي کرزي د خپلې تکيې خبره کوي چې په تير کې په نوموړي د فساد ډير تورونه لگيدلي دي.

څو ورځې مخکې ځينو حکومتي چارواکو وويل چې د احمد ولي کرزي پلويانو د ملي دفاع ځمکي نيولي چې په ځواب کې يې د کندهار ولايتي شورا د کار بنديز اعلان کړى و.

ولسمشر حامد کرزي هم پرون وويل چې پر ورور يې ځينې کړۍ تورونه لگوي خو د تورونو د کره کولو لپاره هېڅ ثبوت نه لري.

ورته مطالب