ستاسو غږ: د فساد پرمخنيوي د افغان چارواکو د شتمنيو د ثبتولو اغېز

په حکومتي چارو کې د روڼوالي او حساب ورکولو په موخه د حکومتونو مشران، وزيران او نور جگپوړي چارواکي مکلف گڼل کېږي چې خپلې شخصي شتمنۍ اوجايدادونه ثبت کړي.

د دې چارې يو هدف دا دى چې دا اندازه ولگول شي د کار په موده کې د يو ه چارواکي شتمني پرځاى پاتې او که ډېره شوې او که ډېره شوې، نو څنگه ؟

د شخصي شتمنيو او جايدادونو د ثبتولو په برخه کې د افغان ولسمشر حامدکرزي له بيا بيا ټينگار سره سره، لا يوشمېر جگپوړي افغان چارواکي نه دي حاضر شوي چې خپلې شتمنۍ او جايدادونه ثبت کړي.

پوښتنه داده چې د افغان چارواکو له خوا د شخصي شتمنيو د ثتبولو ميکانيزم څه دى، په څومره کې دوى مکلف کېږي چې دا کار وکړي او څوک او څنگه به د کار په موده کې يې شتمني څارل کېږي؟

تاسو ته دا څومره مهم دي چې د خپلو مشرانو او چارواکو له شتمنيو خبر شئ، د فساد په مخنيوي کې د دې چارې اغېز ته څنگه گورﺉ او د هغو لارو چارو مخه څنگه ډب کېداى شي چې چارواکي ونه شي کولى د کورنۍ د غړو او نورو کسانو په نومونو د خپلو شتمنيو او جايدادونو په ثبتولو سره، خپله اصلي شتمني پټه کړي.

که غواړﺉ چې په دې برخه کې خپلې نظريې او پوښتنې له اورېدونکو سره شريکې کړﺉ، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته تيلې فون وکړﺉ:

00442078360331

دارنگه په دې پته برېښناليک هم استولى شئ:Pashto@ bbc .co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .